شنبه , مې 8 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / افغان چارواکي وایي راتلونکو ټاکنو کې به ملي تذکرې وکارول شي

افغان چارواکي وایي راتلونکو ټاکنو کې به ملي تذکرې وکارول شي

د ټاکنو خپلواک کمیسيون په خپل یو بیان کې ویلي چې د راتلونکو پارلماني او ولایتي شوراګانو ټاکنو کې به ملي برېښنايي (تذکرې) کارول کیږي.

کمیسيون مخکې له دې د راتلونکو ټولټاکنو لپاره د رایې ورکوونکو د پیژندگلو او رجسټر کولو لپاره یو بایومټریک سیسټم وړاندیز کړی و.

د کميسيون دغه پلان د بودیجې نشتوالی له امله ناکامه شو.

د رای ورکوونکو د نوم ليکنې پروسه به د ٢٠١٨ کال په مارچ میاشت کې شورع شي. د نفوسو د ثبت اداره به لس ملیون مستحق خلکو ته د برېښنايي تذکرو  ویشل ممکنه کوي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ اجرایوي رییس، یوسف راشد وویل “دا پلان واقعاً ننګونې او ډیرې نیمګړتیاوې لري خو مونږ هیله لرو چې کمیسيون به دې ته پام وکړي، او د ټاکنو کمیسيون کیدلې شي چې د وخت نشتوالي له لاسه دې ته په وخت چمتو نه شي”.

د ټولټاکنو د کمیسيون دننه د مدیریت بحران او د رایې ورکوونکو د نوملړ نشتوالی، د راتلونکو پارلماني او ولایتي شوراګانو ټولټاکنو لپاره لویه ستونزه ګڼل کیږي کوم چې د اتو میاشتو څخه کمه موده کې کیدونکې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *