پنجشنبه , اپریل 22 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / قبايل / افغان چارواکي: پاکستان دې د اغزن تار پر ځای د ترهګرو له روزلو لاس واخلي

افغان چارواکي: پاکستان دې د اغزن تار پر ځای د ترهګرو له روزلو لاس واخلي

د پاکستان چارواکي وايي د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د موانعو جوړول د ترهګرو  مخه نیولی شي، خو افغان چارواکي وايي د دې پر ځای چې د نامنل شوې کرښې په اوږدو کې اغزن تارونه غځېږي، ښه به وي چې پاکستاني چارواکي د ترهګرو له روزنې او نورو هيوادونو ته له صادرونې لاس واخلي.

د پاکستان په سویلي وزیرستان کې د پاکستان پوځ يو لوړپوړي چارواکي تورن جنرال نعمان ذکریا خبریالانو ته ویلي دي، چې له افغانستان سره د پولې په هغو سیمو کې به تر ۲۰۱۸ میلادي کال پورې اغزن تار ولګول شي چې د ترهګرو د تګ راتګ لپاره مهم ګڼل کیږي.

په همدې حال کې د رویټرز خبرې اژانس د پاکستان چارواکو له حواله په یوه راپور کې لیکلي، چې اسلام اباد پلان لري ترڅو د دواړو هېوادونو ترمنځ د کرښې په ټولو ۲۵۰۰ کیلومټر سیمو کې موانع جوړې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان پر ډیورنډ کرښې د کټارې لګولو او د تاسیساتو جوړولو مخالف دی. او دا داسې يوه مسئله ګڼي چې پرته له ولسونو يې بله هېڅ مرجع په اړه د خبرو کولو حق نه لري.

افغان چارواکي وایي، ډیورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان تر منځ یوه نا حل شوې لانجه بلل کیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *