پنجشنبه , اپریل 22 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغان ۱۹کلنه لوبډله بنګله دېش سره لوبېږي

افغان ۱۹کلنه لوبډله بنګله دېش سره لوبېږي

د افغانستان د کرکټ نوولس کلنو ټیم بنګله دېش ته په پنځمه یو ورځنۍ لوبه کې د ۲۴۰ منډو هدف ټاکلی دی.

دا لوبه نن د بنګله دېش په کوربه توب په سیلهټ سټېډیوم کې روانه ده.

د نن ورځې په لوبه کې ابراهیم ځدراڼ ۸۳ او درویش رسولي ۷۵ تر زیاتې منډې جوړې کړي دي.

د لوبې ګټونکی ټیم به د پنځو یو ورځینو لوبو ټول سیریز وګټي.

له دې مخکې افغانستان له څلورو لوبو دوه ګټلي یوه یې د باران د اورښت په سبب مساوي کړې او یوه یې بایللې ده.

د افغانستان او بنګله دیش د کرکټ ملي نولس کلن ټیمونو تر منځ د پنځو یو ورځنیو لوبو دا ټورنمنټ د سپټمبر په اته ویشتمه پيل شوی و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *