چهارشنبه , مې 12 2021
تازه سر ټکي
کور / اقتصاد / اقتصاد پوهان وايي د پاکستان اقتصاد په ښکته روان دی

اقتصاد پوهان وايي د پاکستان اقتصاد په ښکته روان دی

د پاکستان اقتصاد چې پرله پسې په ښکته روان دی ځينې پوهان وايي د روپۍ قدر راټيټيدل، د بهرنو زېرمو کمېدل، تجارتي خساره او اسټاک انډېکس د ۱۸ مياشتو تر ټولو ټيټې کچې ته راغلی دی.

ملکي حکومت د زورور پوځ سره په ستونزو کې ښکېل دی کوم څه چې سياسی غېريقني حالات رامنځته کړي او پانګه اچونکي يې يو اړخ ته کړي دي.

په عېن حال کې پخوانی لرې کړی شوي وزيراعظم نوازشريف باندې د غبن مقدمه چليږي او د خزانۍ وزیر اسحاق ډار د تورونو لګېدو وروستو د ملک څخه بهر تښتېدلی دی او دغه بدلونونه پوښتنې راولاړوي.

د پېسو نړیوال فنډ (انټرنېشنل منيټري فنډ) په دې هر څه نه دی خوشحاله ځکه چې پاکستان به د چين لخوا جوړېدونکي هائيډروپروجېکټ پېسې څنګه واپس کوي. پاکستان د دغه پروژې نه دا وخت نزدې وتلی دي.

د ملګرو ملتونو اقتصادي او د اسيا او پېسفک سروی (يونيسکېپ)دا اوونۍ د کال ۲۰۱۷م په راپور کې خبرداری ورکړی و چې د پاکستان تبادلې د نرخ يا روپۍ باثباته ساتلو لپاره په نړیوال بازار کې لاسوهنه وخت ګوزار خوړی شي، او په درېو ورځو کې بيا روپۍ د ډالر په مقابله کې ۵ فيصده کمه شوې وه.

د پاکستان مرکزي وزير احسن اقبال د چهارشنبې په ورځ هڅه کړې چې د اسحاق ډار د اقتصادي او مالي پاليسيو دفاع وکړي چې د منفي اغېزو لاندې نه دي.

خو په پاکستان کې اقتصاد پوهان او بازار په دې هر څه باور نه کوي.

افغانستان کې د امريکايي پوځي عملیاتو د ملاتړ لپاره پاکستان ته ۷۰۰ مليونه ډالره نور منظور کړي، خو د چهارشنبې په ورځ صدر ډونلډ ټرمپ لاسلیک کړي دفاعي بجټ کې پاکستان ته ورکړی کېدونکې مرستې د تندروه ډلې حقاني شبکې په ضد د عملياتو سره مشروط کړی شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *