جمعه , دسمبر 4 2020
کور / خبرونه / الظواهري په خپلو پلويانو د يو والي غږ کړی
ايمن الظواهري، سركرده القاعده

الظواهري په خپلو پلويانو د يو والي غږ کړی

د القاعدې مشر ایمن الظواهري په خپلو پلويانو غږ کړی چې د هغه په ټکو ( د نړیوال شيطاني اتحاد پر ضد متحد شي.

د القاعدې ډلې مشر ايمن الظواهري په يوه ۲۷ دقيقه يي ويدیوي بېغام کې له ټولو جهادي ډلو د یو والي غوښتنه کړې ده.

هغه وایي موږ د مسلمانانو په تاريخ کې تر ټولو بد وخت سره مخ يو.

ايمن الظواهرې د القاعدې ډلې مشر اسامه بن لادين له وژل کېدو وروسته د يادې ډلې مشري په غاړه واخيسته، اسامه په ۲۰۱۱کال کې د پاکستان په ايبټ اباد کې د امريکايي ځواکونو په عملياتو کې ووژل شو.

د الظواهري په اړه هم ويل کېږي چې کېدای شي د پاکستان په سرحدي سيمو کې به ژوند وکړي.

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: