جرمني ویلي چې هیواد یې تیر کال په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمیر په داسې حال کې ۲۰ سلنه لوړ کړ چې نورو هیوادونه په ورته اقدام لاس پورې نه کړ.
د دې هیواد رسنیو په تیر کې ویلي و چې ښایي د دې هیواد لومړۍ وزیره انګیلامیرکل په افغانستان کې د خپل نظامي ځواک زیاتولو ته زړه ښه کړي، خو د دې هیواد د دفاع وزیري هغه ګنګوسې رد کړې او په وینا یې چې جرمني ځان د هغو هیوادونو په کتار کې نه ویني چې د افغان جګړې تمدید ته اماده دي.
د ناټو سرمنشي مشر ینس ستولتنبرګ، ویلي دي چې تر اوسه پورې د ناټو ۲۷ غړو هیوادونو په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د شمیر لوړولو ته چمتوالی ښوولی دی.
سرمنشي ویلي چې دوی هڅه کوي ۳۰۰۰ اضافي عسکر افغانستان ته ولیږي چې په دې سره به د بهرنیو پوځیانو رسمي شمیره ۱۶ زرو ته لوړه شي.
د ناټو سرمنشي دې وینا ته طالبانو توند غبرګون ښوودلی او ویاند یې ویلي چې د ناټو په مشرۍ یې نیم میلیون په عصري وسلو سنبال پوځ په ګونډو کړی او که ناټو د جګړې تمدید ته زړه ښه کوي، نو اوږدې جګړې ته دې ځان تیار کړي، د ده په وینا ‹‹ دناټو مشران باید نور دسرتمبه ګۍ او جنګ غوښتونکي سیاست پرځای حقائق درک کړي››
لویدیځې رسنۍ وایي چې؛ امریکا په سیمه کې د چین او روسیې د مخالفتونو له ویرې هڅه کوي ترڅو د ناټو اتحاد ملاتړ ځانته جلب کړي تر څو په افغان جګړه کې یې لاس نیوی وکړي .
امریکا ویلي؛ د نړیوالو ملاتړ ورته مهم دی هغه که د یوه هیواد په ۲_۳ عسکر هم وي.
په اوسنۍ ۳۰۰۰ کسیز ګروپ کې به هم د امریکا ونډه تر ټولو زیاته وي او د اروپایي هیوادونو توافق به یواځې د سیمیزو مخالفتونو د مخنیوي په خاطر وي.
په افغانستان کې اوسمهال شاوخوا ۱۰۰۰ آلماني ځواکونه د ناټو د ماموریت په چوکاټ کې فعالیت کوي چې ډیر شمیر یې د دې هیواد په شمال کې میشت دي