شنبه , دسمبر 5 2020
کور / خبرونه / امريکايي موډلې پېغلې خپل پېغلتوب په يوه عربي شيخ وپلوره

امريکايي موډلې پېغلې خپل پېغلتوب په يوه عربي شيخ وپلوره

د متحده عرب اماراتو د ابودبي ښار یوه شتمن سوداګر د ۳ میلیونه امریکایي ډالرو په وړاندې کولو د ۱۸ کلنې امریکایي موډلې، جیزل، د پېغلتوب خپلولو لپاره خپلو امریکایي او روسي سیالانو ته ماتې ورکړه.

د اسټرالیا نيوز وېب سایټ لیکي، چې د جیزل د پېغلتوب ګټلو لپاره د هالیووډ د فلمونو یوه لوبغاړي د ۱.۸ میلیونه ډالرو او یوه روسي سیاستوال د ۲.۳۷ میلیونو ډالرو د ورکولو وړاندیزونه کړي ول، خو شیخ د ۳ میلیونو ډالرو په وړاندې کولو دواړه له مخې چپ کړل.

یو شمېر رسنیو د عربي شیخ له خوا د وړاندیز شویو پیسو اندازه ۲ میلیونه برتانوي پاونډه یاده کړې او نورو بیا ۲.۵ میلیونه یورو لیکلي دي.‌

د جیزل په نامه امریکایي موډلې چې  دانفارمېشن نايجيرياوېب سایټ په شمول ځینې رسنیو یې عمر ۱۸ کاله او د برتانیا د ده سن وېب سایټ په شمول نورو ۱۹ کلنه یاده کړې د سنډریلا ایسکورټس په وېب سایټ کې د خپل پېغلتوب د خرڅولو اعلان کړی وو.

جیزل په یاد وېب سایټ کې په خپله خپره کړې ویډیو کې وایي،‌ چې غواړي خپل بکارت وپلوري او په پیسو یې د خپلو درسونو فیسونه تادیه کړي او د نړۍ د هېوادونو چکر پرې ووهي.

جیزل وایي، چې د هغې پېغلتوب د هغې ملکیت دی او مخکې هم هغې اراده کړې وه چې خرڅ یې کړي خو د سنډریلا ایسکورټس وېب سایټ له لارې یې ځکه اعلان وکړ چې دا کار په خوندي چاپېریال کې وکړي.‌

دغه امریکایي پېغله وایي داسې فکر یې نه وو کړی چې د دومره پیسو وړاندیز به ورته وشي،‌ او زیاتوي چې په دې توګه هغه د ازادۍ احساس کوي.

سنډریلا ایسکورټس وېب سایټ د یوه ۲۷ کلن جرمني،‌ یان زاکوبیلسکي،‌ دی چې پېغلې نجونې پرې د خپل پېغلتوب وړاندیزونه خپروي. ویل کیږي چې دغه وېب سایټ په داسې معاملو باندې ۲۰٪ اجوره اخلي او پاتې پیسې د معاملې لوري ته ورځي.

تر دې مخکې، په ۲۰۱۶ کال کې د الیګساندرا کېفرینپه نامه یوې ۱۸ کلنې رومانیایۍ موډلې په دغه وېب سایټ د خپل پېغلتوب پلورل اعلان کړي وو چې د هانک کانګ یوه سوداګر د ۲.۳ میلیونه یورو په بدل کې واخیست.‌

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: