سه شنبه , اپریل 20 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / امريکايي پوځ به افغان ځواکونو سره ګډ عمليات کوي

امريکايي پوځ به افغان ځواکونو سره ګډ عمليات کوي

امريکايي چارواکو ويلي نوې باليسي په افغانستان کې امريکايي ځواکونو ته اجازه ورکوي چې د افغان ځواکونو سره په ګډه عملياتو کې برخه واخلي، او د اړتيا پر مهال به هوايي بریدونه کوي.

امريکايي چارواکو “فارن پاليسي مجلې” ته ویلي، ټرمپ انتظاميه د زرګونو په شمېره کې نور امریکايي ځواکونه افغانستان ته ليږي چې پوځي ماموريت کې برخه اخلي. د مجلې د راپور له مخې ” په سلګونو امریکايي سرتيري به د افغان پوځ سره په عملياتو کې مل وي، او دوي به د افغان ځواکونو سره په مشوره په هدفونو بمباري کوي”.

امریکايي چارواکو ويلي افغان ځواکونو سره په ګډه د امريکايي پوځ جنګېدو نمونه د عراق او شام د جګړې ده، چرته چې امريکايي ځواکونو درنه بمباري کړې او داعش سره په ځمکه ځايي عراقي او کرد ځواکونه جنګېدل.

د مجلې ترمخه د امريکا ځانګړي ځواکونه به د افغانستان په پوځي ماموريت کې خپله برخه دوامداره ساتي، او نوي رسيدونکي امريکايي سرتيري به د افغان ځواکونو سره ملګري شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *