دوشنبه , سپتمبر 28 2020
کور / خبرونه / افغانستان / امريکايي ځواکونه ولې دپاکستان په راکټي بريدونو غلي دي؟

امريکايي ځواکونه ولې دپاکستان په راکټي بريدونو غلي دي؟

ولسي جرګه وايي، که ناټو او امريکايي ځواکونه پر افغان خاوره د پاکستان پر راکټي بريدونو غبرګون نه ښيي، نو له امريکا سره شته امنيتي تړون دې لغوه شي. د ولسي جرګې غړي پر کونړ او ننګرهار د پاکستان د وروستيو راکټي بريدونو په اړه د حکومت پر ساړه غبرګون او دغه راز دا چې د ملي دفاع وزارت ولې د پاکستان د راکټي بريدونو پر وړاندې باالمثل غبرګون نه ښيي، نيوکه لري.

د ولسي جرګې لومړي مرستيال، چې د جرګې د پرونۍ عمومي غونډې مشري يې کوله وويل، چې پر افغانستان د پاکستان بريدونه غندي خو په وينا يې په غندلو سره څه نه کيږي. ده وويل، د ولسي جرګې غړي کولای شي چې پر کونړ د پاکستان د راکټي بريدونو په برخه کې له خپلو واکونو په استفادې غوره پرېکړه وکړي او که امريکا نه شي کولای پر افغانستان د ورته بريدونو مخنيوی وکړي نو ورسره شوی امنيتي تړون دې لغوه شي.

د همایون همایون په خبره په داسې حال کې چې پاکستان پر افغان خاوره راکټونه ولي او هېڅوک يې پر وړاندې غبرګون نه ښيي، د افغانستان – امريکا امنيتي تړون ته اړتيا نشته.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: