یکشنبه , سپتمبر 27 2020
کور / خبرونه / امريکايي چارواکو ويلي، شمالي کوريا د نړۍ امن ته خطره ده

امريکايي چارواکو ويلي، شمالي کوريا د نړۍ امن ته خطره ده

د شمالي کوريا د انټرکانټېنټل بېلسټک ميزایل ویشتو وروسته د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د سه شنبې په ورځ ويلي دوی به دې فکر کوي، چې څنګه شمالي کوريا د بندېزونو او غندنې سربېره ميزايل ويشتی دی.

سپينه ماڼۍ کې خبريالانو سره په خبرو کې نوموړي ويلي ” دوی به حالات په قابو کې ساتي” هغه ويلي د شمالي کوريا په اړوند د امريکا په دريځ کې بدلون نه دی راغلی.

د امريکې د دفاع وزیر جېم مېټس ويلي د شمالي کوريا دغه ميزايل تر ټولو اوچت الوتی له دې وړاندې يې دغه ډول ازماينه نه ده کړې، هغه ويلي دا د شمالي کوريا د هغو هڅو برخه ده چې “په نړۍ کې د هر ځای لپاره ګواښ دی”،هغه زیاته کړې شمالي کوريا د نړۍ د سولې لپاره خطره ده.

پېنټاګون اول ويلي ؤ چې شمالي کوريا (ايي سي ي اېم) ميزايل د پيانګ يانګ د شمالي برخې نه ويشتی او نزدې ۱۰۰۰ کلوميټره تلی او د جاپان په سمندر کې غورځېدلی کومه چې د جاپان مخصوصه اقتصادي علاقه ده.

د جاپان وزیراعظم شېنزو ابی په سمدستي ډول د ملګرو ملتونو د امنيتي شورا رابللو غوښتنه کړې او ويلي يې دي د جاپان اولس به خوندي کوي.

ابی ويلي، دوي به کله هم د تشدد دغه عمل قبول نه کړي او په دې يې شمالي کوريا ته سخت احتجاج کړی دی.

امنيتي شورا د چهارشنبې په ورځ مازیګر څلور بجې د غونډې رابللو پخلی کړی دی.

ولسمشر ټرمپ د شېنزو ابی سره په ټيليفون خبرې کړي دي.

سپينې ماڼۍ ويلي دوی دواړه په دې صلاح شوي دي چې د شمالي کوريا دغه ګام خپله د شمالي کوريا امنيت کمزوری کوي او د نړيوالې ټولنې يې نور لرې باسي.

ولسمشر ټرمپ د جنوبي کوريا صدر مون جې ان سره هم خبرې کړي، دوی ويلي د شمالي کوريا ميزايل نه يواځې د جنوبي کوريا او امريکې بلکې د ګردې نړۍ دپاره خطره ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: