جمعه , دسمبر 4 2020
کور / خبرونه / امريکايي چارواکي وايي، وسله وال او ملاتړي يې ګټه نه شي کولای

امريکايي چارواکي وايي، وسله وال او ملاتړي يې ګټه نه شي کولای

 امريکایي چارواکي وايي اوس هم په افغانستان او پاکستان کې د ۲۰ نه زياتې تندروه ډلې فعاليت کوي او په سيمه کې دغه ګواښ ته ځواب د افغانستان په ملاتړ امريکايي دريځ ته اړتيا لري.

په دغه رپورټ کې ويل شوي د پاکستان او افغانستان ترمنځ په نامنلې سرحدي سيمه کې القاعده، د القاعده برصغير (هند)، حقاني شبکه، لشکر طيبه، تحریک طالبان پاکستان، داعش خراسان او اسلامک مومنټ اف ازبکستان ځالې لري.

پېنټاګون ويلي په وروستيو کې د پاکستان پوځ د طالبانو په څېر ډلو په ضد عمليات کړي، خو حقاني شبکه ” لا هم په پاکستان کې ازاد فعاليت لري”.

امريکا او افغانستان تور لګوي چې پاکستان په خپله خاوره حقاني شبکې ته پناه ورکړې او د دغه هېواد د استخباراتي ادارې ايي اېس ايي په ملاتړ په افغانستان کې ترهګري کوي، خو اسلام اباد دغه تورونه ردوي.

امريکايي چارواکو ويلي دوی د پاکستان مشرتابه د ټولو ترهګرو او تندروه ډلو په ضد د عملياتو کولو د ارزښت څخه خبر کړي دي.

د پېنټاګون په رپورټ کې ويل شوي، دا چې افغان حکومت د اصلاحاتو عمل دومداره ساتلی امریکا به يې د نړيوالې ترهګرۍ په ضد جګړه کې سټراټيجيکي ملاتړ دوامداره ساتي.

او پېنټاګون په دې ټینګار کړی چې طالبان او ملاتړي يې د جنګ په مېدان کې کله هم ګټه نشي کولی، دوي بايد د سولې لپاره د افغان حکومت سره خبرو ته کښېني.

دا وړومبی ځل دی چې د امريکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د افغانستان او سويلي اسيا په اړوند اعلان کړې تګلارې وروسته کانګرس ته رپورټ وړاندې شوی دی.

ټرمپ د اګست په ۲۱م اعلان کړې خپله تګلاره کې په پاکستان سختې نيوکې کړې وې چې په خپله خاوره يې ترهګر ساتلي او امريکا به د پاکستان په دغسې کولو نوره غلې نه پاتې کيږي.

خو پاکستان بيا بيا دغه ادعا تکراروي چې په خپله خاوره يې د ترهګرو پر ضد بې توپيره عمليات ترسره کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: