پنجشنبه , دسمبر 3 2020
کور / خبرونه / پاکستان / امريکايي چارواکي وايي ترهګرې ډلې به اسلام اباد هدف وګرځوي

امريکايي چارواکي وايي ترهګرې ډلې به اسلام اباد هدف وګرځوي

د امریکا حکومت پاکستان ته خبرداری ورکړی که چري اسلام اباد په دغه هېواد کې فعاله ترهګرو ډلو سره ا‌ړیکي ختمې نه کړي نو د دغو ډلو پراخېدونکي اغیز له امله حکومت واک د لاسه ورکولی شي.

د امریکا د بهرنو چارو وزیر ریکس ټېلرسن دا خبرداری په داسې حال کې ورکړی چې د واشنګټن او اسلام اباد دواړخیزه اړيکو او افغانستان کې د امن جوړولو لپاره د شریکو ګټو په غرض هلې ځلې بیا نوي کولو ته اړ دي.

د سه شنبې واشنګټن ډي سي کې یوې اولسي مباحثه کې ښاغلي ریکس ټیلرسن ویلي پاکستان کې د ترهګرۍ د نوغي ويستو لپاره پاکستان سره همکاري کول غواړي خو خارجه وزیر زیاته کړې ده پېل به پاکستان په خپله کوي چې د حقاني شبکې او نورو تندروه ډلو سره خپلې اړیکې غوڅې کړي.

د امریکا په مشرۍ کې پوځي ایتلاف د طالبانو مخې نیولو لپاره د افغانستان امنیتي ځواکونو مرستې کوي. افغانستان کې د امریکا پوځي چارواکي پدې ټینګار کوي چې د حقاني شبکې مشران ، د پاکستان استخباراتي اداري ايي ایس ايي په مرسته افغانستان کې د حملو منصوبې جوړوي.

ټېلرسن ویلي پاکستان ګڼ شمېر ترهګرو ډلو ته په خپله خاوره پټې ځالې جوړې کړي او دغه ډلې ورځ په ورځ خوریږي او په ټولنه کې یې اثر په زیاتیدو دی.

خارجه وزیر زیاته کړې پاکستاني مشران یې خبر کړي، کیدی شي دغه ترهګرې ډلې خپله توجه د کابل نه راوګرځوي او فېصله وکړي چې اسلام اباد د هدف کولو لپاره ډیر غوره دی. نوموړي غږ کړی که پاکستان د احتیاط نه کار وا نه خست، نو د هېواد واک د لاسه ورکولی شي.

هر څو که د ریکس ټیلرسن دې خبرو ته کوم رسمي غبرګون نه دی څرګند شوی خو د پاکستان یو جګ پوړي چارواکي د امریکا تورونه بې بنیاده بللي دي.

د پاکستان حکومت دا ژمنه هم کړې چې په خپله خاوره به د هر هغه ترهګر پر ضد ګامونه پورته کوي چې په افغانستان کې په تشدد کې لاس لري خو که چري د امریکا چارواکي اسلام اباد سره قوي استخبارات شریک کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: