یکشنبه , سپتمبر 27 2020
کور / خبرونه / امريکا دخپلې ناشونې پریکړې له امله په ملګرو ملتونو کې یوازې شوې

امريکا دخپلې ناشونې پریکړې له امله په ملګرو ملتونو کې یوازې شوې

دملګرو ملتونو دامنیت شورا په ګډه توکه دامریکایي ولسمشر ټرمپ لخوا هغه پرېکړه چې بیت المقدس يې د اسرايلو دپلازمینې په توګه منلی، غندلې او ویلي یې دي چې که بیت المقدس داسرائیل پلازمینه ومنل شي، نو دې سره به فلسطین کې یو خونړي جنګ ته لاره هواره شي.

بلخوا امریکا ملګري ملتونه په طرفدارۍ تورن کړي او ویلي یې دي چې ملل متحد داسرائیل او فلسطین ترمینځ دامن هڅو ته زیان رسوي.

دملګرو ملتونو دامنیت شورا بیړنۍ غونډه نیویارک کې شوې چې پکې دغړو هیوادونو استازو برخه لرله.

په دغه مهال د سوئیډن استازي اولوف اسکوګ ویلي چې دولسمشر ټرمپ لخوا بیت المقدس داسرائیل پلازمینه تسلیمول سیمه کې د تاو تریخوالي او بې ثباتۍ اور ته د لمن وهلو په معنا دي.

هغه وویل چې د ټرمپ دغه ګام سره به د سوئیډن، اروپایي اتحادیې او نړیوالې ټولنې لپاره د یروشلم حیثیت کې هیڅ بدلون رانه شي.

هغه د ټرمپ دغه پیښه د ملګرو ملتونو دقراردادونو څخه ښکاره سرغړونه وګرځوله او ويې ویل چې ددغه شخړې هواری دواړه خواوې په خبرو راویستی شي.

هغه وویل چې داسرائیلو د ریاست په وجود کې د راتلو نه یو کال وړاندې په ۱۹۴۷ کې ملګرو ملتونو یروشلم ته د یوې ځانګړې برخې درجه ورکړې وه ځکه چې دا د یهودو، مسلمانانو او مسیحیانو یو مقدس ښار دی.

دبرتانیې سفیر میتهیور کرافت په دغه موقعه وویل چې دخبرو دلارې دشخړې له هواري وروسته به بالاخره یروشلم د اسرائیل اؤ فلسطین ګډه پلازمینه وي.

هغه وویل” ترڅو چې اسرائیل اؤ فلسطین په دغه اړوند یو حل ته ونه رسیږي مونږ نه شو کولی خپله سفارتخانه یروشلم ته یوسو او یا دامریکې پریکړه ومنو”

دامنیت شورا غړو د ټرمپ په پریکړه سختې نیوکې وکړي او ويې ویل دا ډول پریکړې دمعاملو هواري کې هیڅ مرسته نه شي کولی.

دفرانس استازي دیتری وویل د ټرمپ د پریکړې سره به سیاسي کشالو کې نور زیاتوالی وشي او دا به ښې نتیجې ونه لري.

دمصر استازي امرابوالعطا هم امریکایي پریکړه وغندله او ويې ویل داسې قسمه یو اړخیزه پریکړه د نړیوالې بڼې نه مخ ګرځول دي

خو په دغه موقعه امریکایي استازې نیکي هیلي دټرمپ دپریکړې څخه په کلکه ملاتړ وکړ او تور یې ولګولو چې ملګري ملتونه دڅو کلونو راهسې اسرائیل ته په زړه کې کینه لري

دامریکا ولسمشر ټرمپ دچهارشنبې په ورځ دبیت المقدس داسرائیل دپلازمینې په توګه دمنلو او دخپلې سفارتخانې تل ابیب نه یروشلم ته د وړلو اعلان کړی و چې په هغې دنړیوالې ټولنې او اسلامي هیوادونو لخوا سخت غبرګون رامخې ته شو.

فلسطیني چارواکو د صدر ټرمپ داعلان په غبرګون کې ویلي وو چې امریکه ددغه پریکړې نه وروسته منځني ختیز کې دامن عمل کې دیو بې طرفه منځګړي حیثیت دلاسه ورکړی دی او د اسرائیل په ډاګیز ملاتړ یې ځان ددغه کشالې یو فریق جوړ کړی دی.

تر دا مهاله هیڅ یو ائتلافي هیواد د ټرمپ داعلان په ملاتړ کې تل ابیب نه یروشلم ته دخپلې سفارتخونې د وړلو اعلان نه دی کړی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: