سه شنبه , دسمبر 1 2020
کور / خبرونه / امريکا په زور سره نور هيوادونه د خپلې پرېکړې منلو ته اړباسي

امريکا په زور سره نور هيوادونه د خپلې پرېکړې منلو ته اړباسي

پاکستان بيا دملګرو ملتونو په غونډه کې دبیت المقدس په اړوند امريکا دپرېکړې پر ضد رایه ورکوونکو هیوادونو ته دمالي مرستو درولو ګواښ رد کړی او ویلي یې دي چې خپله رایې به د اصولو پر اساس ورکوي.

په ملګرو ملتونو کې د بېت المقدس په اړوند د ټرمپ د فېصلې پر تړاو بېړنۍ غونډه کېږي.

خوددغه غونډې نه وړاندې ډانلډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې کومو هیوادونو د امریکایي فیصلې پر ضد رایه ورکړه مالي مرستې به پرې ودروي. کارپوهان وايي دغسې چلند ښکاره دا څرګندوي چې امريکا په نړۍ کې بل کوم قدرت نه ګوري، خو دوی وايي داسې نه ده او هېڅ هیواد به د ټرمپ د پرېکړې نه ملاتړ ونه شي کولای.

ټرمپ د روانې مياشتې په پیل کې بېت المقدس د اسرائيل د پلازمينې په توګه منلی او ويلي يې و د امريکې سفارتخانه به يې هلته وړل کېږي، د هغې د دې ناممکنې پرېکړې له امله د نړۍ نور هيوادونه دنوموړي ملګرتيا نه کوي.

د پاکستان بهرنو چارو ددفتر ویاند ويلي چې پاکستان دبیت المقدس په اړوند داسلامي همکارۍ د سازمان د اعلامیې بشپړ ملاتړ کوي او د ټرمپ د پرېکړې غندنه کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: