شنبه , دسمبر 5 2020
کور / خبرونه / قبايل / امريکې ته داسامه ښودونکی، ډاکټر شکيل افريدی اتل که مجرم؟

امريکې ته داسامه ښودونکی، ډاکټر شکيل افريدی اتل که مجرم؟

نوموړی هغه څوک دی چې د امريکا د کانګريس يو غړي ورته په کال ۲۰۱۳م کې اتل ويلی و. هغه په قرارداد کې ډاکټر افريدي ته د”امريکا اتل” ويلي او زياته کړې يې وه چې هغه دې زر تر زره د پاکستان د بند نه ازاد کړی شي.

خبرونه وايي له وسله والې ډلې سره د مالي مرستو په تور بندي ډاکټر شکيل افريدي قضيه بيا ځنډېدلې. دغه قضيه د تېر په څېر يو ځل بيا له اورېدنې په دې ځنډول شوې چې سرکاري وکیل عدالت ته نه دی حاضر شوی.

د ډاکټر شکيل قضيه د قبايلي سيمو لپاره جوړ عدالت فاټا ټربيونل کې روانه ده. د نوموړي ډاکټر وکيل قمرنديم افريدي وويل، عدالت قضيه يو ځل بيا د سرکاري وکيل نه حاضرېدو له امله وځنډوله او د اورېدنې لپاره يې پکې د ۲۰۱۸م کال د جنورۍ دوېمه نېټه ورکړه.

له دې وړاندې هغه قمرنديم ويلي و د ۲۰۱۴م کال د جون د مياشتې راهسې هم دغه سلسله روانه ده چې دوی عدالت ته وړاندې کيږي خو سرکاري وکيل نه راځي.

د ستمبر په مياشت کې د پاکستان وزیراعظم شاهدخاقان عباسي نه په امريکا کې په يوه ناسته کې د ډاکټر افريدي په اړوند پوښتنه شوې وه چې هغه ولې بند دی.

پوښتنه په دې ډول وه چې نوموړي ډاکټر کوم قانون مات کړی او په جېل کې اچول شوی؟ ايا ځکه چې هغه د اسامه بن لادن په مالومولو کې د امریکايي ځواکونو سره لاس کړی.

عباسي يې په ځواب کې ویلي ؤ، د اسامه بن لادن د موجودګۍ څخه دوي نه و خبر، خو ډاکټر افريدی چې د پوليو پروګرام کې کار کوونکی و، که د اسامه په اړه ورته کوم مالومات و هغه به د پاکستاني امنيتي ادارو سره شريکول او دوی به يې په ضد ګام پورته کولو.

ډاکټر شکيل افريدي ته په کال ۲۰۱۲م کې په قبايلي سیمه خېبر ايجسنۍ کې پوليټيکل ايجنټ د يوې وسله والې ډلې سره د مالي مرستو په تور د ۳۳ کالو د بند سزا اورولې وه.

خو په ډاکټرشکیل افريدي تور دی چې هغه د القاعده مشر اسامه بن لادن په معلومولو کې د امریکايې استخباراتي ادارې (سي آئي ای) مرسته کړې وه، خو نوموړی په رسمي ډول په دغه تورکې نا، بلکې د يوې ناقانونه ګرځول شوې ډلې سره د اړيکو په تور بندي شوی دی.

د امريکا د کانګريس يو غړي ډېنا رورابېچر په کال ۲۰۱۳م کې د استازو اېوان ته په وړاندې کړي يو قرارداد کې ډاکټر شکيل افريدي ته اتل ويلي و. هغه په قرارداد کې ډاکټر افريدي ته د”امريکا اتل” ويلي او زياته کړې يې وه چې هغه دې زر تر زره د پاکستان د بند نه ازاد کړی شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: