شنبه , سپتمبر 26 2020
کور / خبرونه / امريکې د حافظ سعيد په خوشي کولو پاکستان ته خبرداری ورکړی

امريکې د حافظ سعيد په خوشي کولو پاکستان ته خبرداری ورکړی

امريکې پاکستان ته خبرداری ورکړی چې په کال ۲۰۰۸م کې د هند په ممبۍ ښار کې په ترهګرۍ تورن حافظ سعيد بيرته ونيسي او محاکمه يې کړي کنه د امريکې او پاکستان دوه اړخيزه اړيکې به اغېزمنې شي.

امريکا د شنبې په ورځ دغه خبرداری وروستو له هغې ورکړی چې د جمعې په ورځ پاکستاني چارواکو حافظ سعيد د عدالت په امر خوشی کړی دی، د امريکا لخوا د ګرځول شوې ډلې مشر د يوې مياشتې پورې په کور بند و.

امريکې په کال ۲۰۱۲م کې د حافظ سعيد په مالومولو د ۱۰مليونه ډالرو انعام اېښی و.

سپينې ماڼۍ د شنبې په ورځ د حافظ سعيد د خوشي کولو غندنه کړې او ويلي يې و، دا د ترهګرۍ ضد نړيوالې جګړې ته د خفګان پېغام دی، کومې جګړې سره چې پاکستان ژمنه کړې په خپله خاوره به ترهګرو ته ځای نه ورکوي.

سپينې ماڼۍ ويلي، “که پاکستان حافظ سعيد د هغه د کړو جرمونو په سر د قانون منګولو ته نه راولي، نو د دې اغېزې به په دوه اړخيز اړیکو وي او پاکستان به د نړیوال غبرګون سره مخامخ شي”.

سپينې ماڼۍ ويلي، “د حافظ سعيد خوشي کول غلط لوري ته ګام دی، د پاکستان د حکومت سره موقع ده چې د هر ډول ترهګرۍ پر ضد سنجيدګي وښايي او حافظ سعيد د هغه په جرمونو کې بيرته ونيسي”.

حافظ سعيد د امريکا او ملګرو ملتونو لخوا د ترهګرې ګرځول شوې ډلې جماعت الدعوه مشر دی، کومه ډله چې له دې وړاندې د لشکرطيبه په نوم وه. حافظ سعيد د ممبي په بريدونو کې د ککړتيا رد کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: