پنجشنبه , اکتوبر 1 2020
کور / خبرونه / امريکې هندي ملګرتيا ستايلې، خو په پاکستان يې شک کړی

امريکې هندي ملګرتيا ستايلې، خو په پاکستان يې شک کړی

دامريکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ملي امنیت د نوې ستراتیژۍ روښانولو پر مهال د ترهګرۍ پر ضد جنګ کې د پاکستان په ملګرتيا شکونه کړي، خو د هند ستاينه يې کړې او ستراتیژيک ملګری یې ګڼلی دی.

امریکا له هند سره خپله ستراتیژیکه ملګرتیا پیاوړې کوي او سرحدي سیمو او د هند سمندر امنیت کې یې د مشرتابه رول ملاتړ کوي.

نوموړي په سیمه کې د هند د رول ډېرېدل غوښتي: “موږ په سیمه کې د هند د مالي مرستې د زیاتېدلو ملاتړي یو”.

هغه د افغانستان او سیمې لپاره د تېر اګسټ ستراتیژي بریالۍ وبلله، چې په وینا یې د دې ستراتیژۍ له مخې افغانستان کې مثبت بدلون راغلی دی.

نوموړي پاکستان ته خبرداری ور کړ که د ترهګرۍ ضد جګړه کې خپل رول ته بدلون ورنه کړي او په خپله خواره د ترهګرو ځالې ورانې نه کړي، نو د دواړو هېوادونو پر اړیکو به ناوړه اغېز پرېوځي.

ډونلد ټرمپ د تېر اګسټ پر ۲۱ هم د سیمې او افغان ستراتیژۍ په روښانولو کې پاکستان تورن کړ چې په یو لاس د امریکا مرستې اخلي او په بل لاس د ترهګرو ملاتړ کوي.

هغه مهال هم نوموړي له پاکستان وغوښتل چې په خپله خاوره کې د ترهګرو پټنځي له منځه یوسي.

هغه وویل امریکا په سیمه کې د افغانستان ملګرې ده او ځواکمن افغانستان غواړي: “موږ یو ځواکمن او خپلواک افغانستان غواړو او داسې پاکستان چې د افغانستان په بې ټیکاوۍ کې ښکېل نه وي”.

ډونلډ ټرمپ د تېر اګسټ پر ۲۱ د سیمې او افغان ستراتیژۍ پر مهال هم هند ستایلی او غوښتنه یې ترې کړې چې په افغانستان کې خپل رول پراخ کړي، مګر پاکستان ته يې هغه وخت هم خبرداری ور کړ چې که د امریکا مرستې غواړي، نو د “ترهګرو” ملاتړ دې پرېږدي.

خو پاکستان یې په ځواب کې وویل، مرستې یې نه غواړي، مګر د “ترهګرۍ” ضد جګړه کې دې یې د قربانۍ درناوی وشي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: