دوشنبه , نوومبر 30 2020
کور / خبرونه / افغانستان / امریکابریدونه پروسلوالو طالبانو او داعش د فشار سبب شوي دي

امریکابریدونه پروسلوالو طالبانو او داعش د فشار سبب شوي دي

امریکابریدونه پر طالبانو او داعش د فشار سبب شوي دي

امریکايي چارواکي وايي په افغانستان کې یې هوايي بریدونه ددې لامل شوي چې وسله وال طالبان تر فشار لاندې راولي او دداعش د ودې مخه ونیسي. د لاس انجلس ټایمز امریکايي ورځپاڼې د راپور له مخې بهرنیو ځواکونو روان کال تر دې دمه ۳۵۰۰ بمونه او راکټونه پر افغان خاوره توغولي دي. د ورځپاڼې په وینا امریکايي چارواکي هیله من دي، چې د هوايي بریدونو پر مټ وکړی شي په افغانستان کې روان بحران ختم کړي او ترهګرې ډلې وځپي. امریکايي چارواکو یو ځل بیا ویلي چې په افغانستان کې دداعش د کسانو شمېر تر ۹۰۰ نه اوړي په داسې حال کې چې روسیه ددغو کسانو شمېر تر دوو زرو زیات بولي. ورځپاڼې ته امریکايي چارواکو ویلي چې د هوايي بریدونو پر مټ یې په هلمند او ځينو ولایتونو کې ډېرې سیمې له طالبانو نیولې او اوس د حکومت په لاس کې دي. یوناما بیا په خپل یوه راپور کې ویلي دي، چې د بهرنیانو له هوايي بریدونو له ډېرېدو سره سم د ملکي افغانانو مرګ ژوبله هم لوړه شوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: