دوشنبه , سپتمبر 28 2020
کور / خبرونه / افغانستان / امریکا افغان کومانډو ته خاصې سپکې وسلې ورکوي

امریکا افغان کومانډو ته خاصې سپکې وسلې ورکوي

د ملي دفاع وزارت وايي، امریکا به د افغانستان کومانډو ځواکونو ته خاصې، سپکې وسلې ورکړي.

د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند جنرال محمد رادمنش تېره شپه ازادي راډیو ته وویل، د پوځ د څلور کلن پلان پر اساس، له متحدو ایالاتو غوښتنه شوې چې کومانډو ځواکونو ته سپکې او عصري وسلې ورکړي.

محمد رادمنش وویل:

“دا سپکې وسلې دي، د وسلې ډېر پرمختللی او عصري ډول دی چې دښمن له هر ځايه په نښه کړي، داسې وسله ده چې فرق لري، ملي اردو، په ځانګړي ډول له کومانډو سره مرسته کېږي.”

د امریکا د نشنل انټرسټ خپرونې په حواله، د افغانستان پوځ ته د زر میله نوې [۳ِ۱م] وسلې پر برابرولو کار روان دی چې له ټېټانیومه جوړې شوې، سپکې دي، په پرمختللې تکنالوژۍ کار کوي،د ار‌پي-جي راکټ او هاوان ځواب ویلای شي.

دا وسله د امریکا د پوځ ځانګړي ځواکونه او سمندري قواوې کاروي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: