یکشنبه , نوومبر 29 2020
کور / خبرونه / امریکا د داعش خلاف د جګړې نه‌کولو په اړه د روسيې ادعا رد کړه

امریکا د داعش خلاف د جګړې نه‌کولو په اړه د روسيې ادعا رد کړه

د امریکا دفاع وزارت د روسيې دا ادعا رد کړه چې وايي، متحده ایالات په سوریه او عراق کې د داعش پر ضد جګړه نه‌کوي.دا څرګندونې د امریکا او روسيې ترمنځ د روان بحران تازه نښې نېښانې بلل کېږي.

د روسيې د دفاع وزارت ویاند پرون سې شنبه په مسکو کې وویل، ټول ویني چې امریکا په عراق کې داسې ښيي چې ګواکې د داعش پر ضد جګړه کوي او په سوریه کې په دوامداره توګه د داعش پر ضد د ځینو دلایلو له امله د فعالې مبارزې ادعا کوي.

اخوا بیا په واشنګټن کې د پنټاګون ویاند رابرټ مینینګ د روسيې دا تورونه په مکمله توګه بې‌بنسټه وبلل.

نوموړي وویل، امریکا د داعش غړي وژني او هغوی ته د خوندي پناه ځایونو د برابرېدو مخه نیسي او خلکو ته د دې ډلې پر ضد د هوايي بریدونو په اړه ورځني معلومات ورکوي.

دا په داسې حال کې چې څو ورځې وړاندې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي بی بی سي سره په مرکه کې په د داعش په اړه پر امريکا ورته نيوکه کړې وه، نوموړي ويلي وو، چې د امریکې د خوا نه د داعش ډلې ته وسلې او مهمات ورکول کېږي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: