سه شنبه , دسمبر 1 2020
کور / خبرونه / امریکا: د راپ موسیقي پر کنسرت وسلوال برید شوی دی

امریکا: د راپ موسیقي پر کنسرت وسلوال برید شوی دی

راپورونه وایي چې د امریکا د جورجیا آیالت په اتلانتا ښار کې هغه مهال مرګونی وسلوال برید ترسره شو چې خلک د راپ موسیقي یوه کنسرت ته راټول شوي و.

د امریکا WSB-TV تلویزیوني چینل د راپور تر مخه؛ یوه نامعلوم شخص د کنسرت په جریان کې پر راټولو شویو خلکو ډزې کړې چې څلورو تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

پولیسو ویلي چې په برید کې ۲ تنه وژل شوي او ۲ نور سخت ټپیان دي.
پولیسو دا هم ویلي چې تر اوسه د بریدګر په نیولو نه دي بریالي شوي او په اړه یې څیړنې روانې دي.
دا برید داسې مهال ترسره کیږي چې تیره ورځ هم د امریکا په ایندینا آیالت کې د ناپیژاندو وسلوالو په ډزو کې د دریو ښځو په ګډون ۷ تنه وژل شوي و، چې بریدګر هم له سیمې په تیښته بریالی شوی و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: