یکشنبه , سپتمبر 20 2020
کور / خبرونه / افغانستان / امریکا غواړي افغان جګړه د کلیو او ولسونو منځ ته و لیږدوي

امریکا غواړي افغان جګړه د کلیو او ولسونو منځ ته و لیږدوي

محلي پوليس تر ډېره خلکو نه غوښتل، کله چې خلکو خوښ کړل، بيا وسله والو د خپلې جګړې مهم لوری وګاڼه، خو اوس نړيوال غواړي محلي ملېشې پراختيا ونه کړي. خلک وايي دې مليشو په کليوالو سيمو کې د وسله والو مخه نيولې، ځکه يې مخالفت کېږي.

وروسته تر هغه چې افغان حکومت اعلان وکړ چې غواړي په کلیو او لرې سیمو کې محلي اردو (اربکي ملیشه) جوړه کړي،اوس د حکومت د دې ګام یو شمیر نړیوالو مرستندویه ادارو مخالفت کړی دی.
برتانوۍ ورځپاڼه ګارډین لیکي د ملګرو ملتونو په ګډون نړیوال مرستندویان په افغانستان کې د امریکا د هغه پلان مخالفت کوي چې له مخې یې غواړي په کليوالو سیمو کې ځايي ملیشې رامنځته کړي.
د ورځپاڼې په باور، مرستندویه ډلې هڅه کوي تر څو افغان ولسمشر هم د دې کار مخالفت ته وهڅوي.
د طرحې تر مخه، د نویې ۲۰ زره کسیزه قومي ملیشې د مدیریت صلاحیت به له دفاع وزارت سره وي او د ملي اردو هغه پخواني افسران او سرتیري به پکې وي چې په ملي پوځ کې یې د کار موده پای ته رسیدلې ده.
ورځپاڼه لیکي چې امریکایان غواړي داځل جګړه په ډیر ماهرانه ډول د کلیو او ولسونو منځ ته و لیږدوي، ځکه د محلي پولیسو پخوانی جوړښت د امریکایانو له خوا اداره کیده او هر هغه څوک یې ګډونوال و چې د جنګ په اصولو نه پوهیدل.
ورځپاڼه زیاتوي حکومت داځل غواړي هغه تقاعد شوي پوځیان چې اوګده جنګي تحربه ولري په خپلو اړوندسیمو کې په سپکو او درنو وسلو سنبال کړي چې له یوې خوا به د پوځ له لیکو د کمونستي فکر زړې هستۍ ختمې کړی شي او له بل پلوه به په قومونو کې لا مشکلات وزیږوي .
امریکایان پلان لري چې طالبان به له پوځي اربکیانو سره په شخړه بوخت کړي او د دوی او افغان پوځ خوندي مراکز به یې له بریدونو په امن وي.
په تیر کې د ملي شورا ځینو غړو او یو شمیر سیاسي کړیو د دې ګام مخالفت کړی و.
د مخالفینو استدلال داو چې د محلي پولیسو بدې خاطرې ښایي دا ملیشه هم تکرار کړي. په ټوله کې محلي پوليسو د يو لړ تعلمي کميو سره سره په کليو او بانډو کې د وسله والو مخه تر یوه ځايه نيولې وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: