نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي چې تېره میاشت د پاکستان د شمال ختیځ د یوې لرې پرتې سیمې د پاسه د امریکا یوې بې پيلوټه الوتکې پرواز کاوه چې یو ناعادي منظر یې ولید او هغه د وسله والو په یوه کمپ کې د یوې میرمنې او ماشومانو منظر و.
چارواکو ورځپاڼې ته ویلي پوځي چارواکو د کمانډو ځواکونو یوه ډلګۍ د ژغورنې عملیاتو لپاره تیاره کړه چې لاس په کار شي، خو د ځینې اندېښنو له امله دغه عملیات ونه شول.
بل ځل ولیدل شول چې وسلوالو دغه کاناډايۍ کورنۍ د پاکستان په هغو سیمو کې چې د ورځپاڼې په وینا له قانوني حاکمیت د باندې دي بل ځای ته لیږدوله.
نیویارک ټایمز لیکي د دغو معلوماتو له تر لاسه کولو وروسته په پاکستان کې د امریکا سفیر ډیویډ هیل د پاکستان حکومت ته بیړنی پيغام ورساوه چې د دغې کورنۍ د ژغورلو لپاره لاس په کار شي کنه دا کار به امریکايي ځواکونه وکړي.
ورځپاڼه زیاتوي که پاکستان داسې نه وای کړي نو امریکا به لکه د اسامه بن لادن د وژلو په څېر عملیات بیاکړي وی او دا به د پاکستان لپاره بله رسوايي وه.
نیویارک ټایمز زیاتوي، پاکستان هم بله چاره نه لرله ځکه که دغه کورنۍ یې نه وای ژغورلې نو د امریکایانو زړه ته به دا خبره لا ډېره لویدلې وه چې دغه هېواد حقاني ډلې ته خوندي پټنځي ورکوي، ځکه شواهد کره و.
نو همدا و چې پاکستان په څو ساعتونو کې د دغې کورنۍ د ژغورلو لپاره تیار شو او کورنۍ د امریکايي کره استخباراتي معلوماتو له مخې وژغورل شوه.
راپورونه وايي حقاني ډلې دغه پنځه کسه کورنۍ د دې لپاره اوږده موده ساتلې وه، چې تمه يې وه، د يادې ډلې له بنديانو سره به پرې د تبادلې سودا وشي، حقاني ډلې په هېڅ قيمت ياده کورنۍ نه خوشې کوله، خو کله چې وپوهېدل د پاکستان باور ورته له خپلو بندي غړو مهم دی، نو يې دغه کورنۍ پاکستانيو ځواکونو ته حواله کړه.