په همدې اړه د امریکا له دفاع وزرات په خپره شوې خبر پاڼه کې لیکلي، چې د افغان استخباراتي ځواکونو د لاپرمختګ اوتجهیز پیاوړتيا په موخه يې د «انتیگریټډ مایکرو ویف» تکنالوژۍ له کمپنۍ سره د ۵،۱۲ میلیون ډالرو په ارزښت نوی تړون لاسلیک کړی دی.
دامریکا دفاع وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چي غواړي افغان استخبارتي ځواک دمجهزو تجهیزاتو په لرلو سره پیاوړی کړی ،هغوی لیکلي چې هر اړوندې چارې به ورته په ګړندي اوعصري ډول عیاري کړي.
ټاکل شوې ده دغه تجهیزات به تر ۲۰۲۰ کال پورې افغان استخباراتي ځواکونو ته په مکمل ډول وسپآرل شي ،چې دې کې دنقدي ډالرو مرسته هم شامله ده.
امریکايي استخبارتو ویلي چې افغان استخباراتي شبکې اوس دپخوا نه ډيرې ځیرکې شوې ،دهغوی روان فعالیتونه ښيي چې دوی کولای شي پرته له بهرنیانو دهیواد هربرخه کنترول کړي.
سرچینه وايي چې افغان استخباراتو په دې وروستیو کې ډیرې پېښې دترحادثې وړاندې کشف کړې،دوسله والوپه هرډول راز پوی دي ،خوهغوی هغه تجهیزات نلري کوم چې ورته اړتیالیدل کیږي ،دوی ویلي چې دهیواد دملاتیرهمدغه شبکې دي چې باید پیاوړې شي.