جمعه , نوومبر 27 2020
کور / خبرونه / امریکا له پاکستانه خپلې چورلکې بېرته اخیستي

امریکا له پاکستانه خپلې چورلکې بېرته اخیستي

د پاکستاني خبري رسنیو په حواله د امریکا متحده ایالتونو هغه چورلکې له پاکستانه بېرته اخیستي دي چې د ډیورند پر کرښه یې د څار لپاره ورکړې وې.

پاکستانی جیونیوز خبري اژانس وايي، د دوشنبې پر ورځ پاکستان له نهو، پاتې پنځه چورلکې بېرته امریکا ته وسپارلې، چې څلور یې ۱۵ ورځې وړاندې ستنې کړای شوې وې.

د رپوټ پر بنسټ امریکا دغه الوتکې په ۲۰۰۲ کال کې پاکستان ته سپارلې وې، چې اوس یې بېرته په یوې بار وړونکې الوتکې کې ورتسلیم کړې او ویل کېږي د سه شنبې پر ورځ به امریکا ته ورسېږي.

دا ګام پاکستان سره د امریکا د متحده ایالتونو د سیاسي اړیکو له خړپړ کېدو وروسته اخیستل کېږي.

نژدې یوه اوونۍ وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسن پاکستان ته تر تګ وړاندې، د افغانستان بګرام هوایي ډګر کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره تر کتنې وروسته له خبریالانو سره خبرو کې د یو شمېر نورو موضوعاتو تر څنګ پاکستان ته هم ښکاره پيغام درلود.هغه د سویلي اسیا او افغانستان لپاره د ولسمشر ټرمپ د نوې ستراتیژۍ په یادولو سره وویل:” له پاکستانه مو ډېرې ښکاره غوښتنې کړې دي. دوی باید پر خپله خاوره د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو د ملاتړ مخنیوی وکړي.”

سرچینې جیونیوز ته ویلي، له دغو الوتکو چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د هوايي څانګې له خوا کارېدلې، د بلوچستان په عملیاتو او د مخدره توکو پر ضد یو شمېر فعالیتونو کې ترې کار اخیستل شوی و او له دې سره به د ډیورنډ پر کرښه د څار چارې ټکنۍ شي.

سیمې ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د خپل سفر په ترڅ کې په پاکستان کې هم پر بې ثباتۍ اندېښنه څرګنده کړې وه او ویلي یې ول، چې مهمه ده چې اسلام اباد د “ترهګرو” ډلو د ملاتړ لارې چارې بندې کړي.

تر دې وړاندې به پاکستان ته د امریکايي چارواکو سفر مثبت او پاکستان ته ګټور ارزول کېده، خو د هغو الوتکو بېرته اخیستل چې پر کرښه د اورپکو د فعالیتونو د مخنیوي لپاره کارول کېدې مثبت پیغام نه لېږدوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: