د امريکا مرستيال صدر مايک پېسن د افغانستان د ناڅاپي سفر په مهال ويلي، “پاکستان د اوږدې مودې پورې طالبانو او نورو ترهګرو ته پناه ځايونه ورکړي خو دغه ورځې نورې لاړې”.
نوموړي د باګرام په پوځي اډه امریکايي سرتېرو ته په وېنا کې وويل، ” ولسمشر ټرمپ خبرداری ورکړی که پاکستان د امريکې سره همکاري نه کوي، او څنګ چې ټرمپ وايي زه هم وايم پاکستان به د ترهرګرو او جنايت کارو په ساتلو ډېر څه د لاسه ورکړي.
د امریکا مرستیال ولسمشر دغه خبره په داسې حال کې کړې ده چې ټرمپ د دوشنبې په ورځ اعلان کړې ملي امنيتي تګلاره کې يو ځل بيا په پاکستان غږ کړی چې په خپله خاوره د موجودو ترهګرو په ضد غوڅ عمليات وکړي.
نوموړي ويلي و امریکا هر کال د ترهګرۍ په ضد جګړه کې پاکستان ته ډېرې پېسې ورکوي، بايد پاکستان د ترهګرو په ضد عمليات وکړي.
د خبرونو له مخې تر اوسه پاکستان د ترهګرو پر ضد هغسې پرېکړه نه ده کړې چې څنګه يې امريکه غواړي، ځکه اوس هم ترهګرې ډلې د پاکستان له خاورې سيمې او په ځانګړي ډول افغانستان لپاره ګواښ دي.