شنبه , دسمبر 5 2020
کور / خبرونه / امریکا په پاکستان کې د حقاني شبکې پر وړاندې نظامي اقدام کولی شي

امریکا په پاکستان کې د حقاني شبکې پر وړاندې نظامي اقدام کولی شي

پاکستانۍ ورځپاڼې ددغه هېواد د بهرنیو چارو د وزیر خواجه اصف په حواله لیکي چې پاکستان امریکا ته په خپله خاوره کې د حقانې شبکې پر وړاندې د ګډو عملیاتو وړاندیز کړی. پاکستان ټوډې ورځپاڼه لیکي، اصف په یوه مرکه کې ویلي پاکستان امریکايي لوري ته وړاندیز کړی چې د حقاني شبکې د مرکزونو په اړه له معلوماتو سره یو ځای پاکستان ته راشي او که په پاکستان کې یې د دغې ډلې هر ډول فعالیت تر سترګو شو نو پاکستاني ځواکونه به له امریکايي عسکرو سره د دغو فعالیتونو د ختمولو لپاره ګډ عملیات وکړي. اصف ویلي که امریکا پر پاکستان فشار زیات کړي او په وار وار ورڅخه غوښتنه وکړي چې د ترهګرو ډلو په وړاندې لا ډیر کوټلي ګامونه پورته کړي نو د پاکستان ملګري هېوادونه روسیه، چین، ایران او ترکیه به د پاکستان په خوا کې ودریږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: