دوشنبه , مارچ 1 2021
کور / خبرونه / افغانستان / اندړو کې د پاکستاني کومانډویانو په ګډون ۹۳ طالبان وژل شوي

اندړو کې د پاکستاني کومانډویانو په ګډون ۹۳ طالبان وژل شوي

اندړو کې د پاکستاني کومانډویانو په ګډون ۹۳ طالبان وژل شوي.
شنبه ۱۳۹۶/۷/۲۹
د غزني ولایت په اندړو ولسوالۍ کې له تیرو څلورو ورځو راهیسي د افغان هوایې او ځمکنېو ځواکونو د عملیاتو او له وسله والو سره یې په نښتو کې ټولټال ۹۳ وسله وال وژل شوي دي.
په وژل شویو وسله والو کې د انس، بدري او هجران په نومونود طالبانو دري تنه قومندانان او ۱۵ تنه پاکستاني کومانډویان هم شامل دي.
پنځه تنه طالبان امنیتي ځواکونو ژوندي هم نیولي دي.
په دغو نښتو او عملیاتو کې د طالبانو اړوند دوه رنجري، دري فولډر ډوله موټر، ۱۶ عرادي موټر سایکلونه او ګڼ شمیر وسلي هم له منځه تللي دي.
اندړو ولسوالۍ کې دمګړۍ امنیتي وضعیت آرام او د افغان امنیتي ځواکونو تر کنټرول لاندي دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *