دوشنبه , مې 10 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / انډر ايډ مبايل د موقعيت په برخه کې خوندي نه دې

انډر ايډ مبايل د موقعيت په برخه کې خوندي نه دې

که تاسې په انډرایډ مبایل کې په دې ګمان د ځای شریکولو location آپشن بند ساتئ چې مبایل به مو ځای معلوم نه کړي نو ستاسې دا ګمان غلط دی، ځکه په انډرایډ مبایل کې د ځای پټ ساتل ممکن نه دي. د یوه څیړنیز راپور له مخې ددې خبرې پخلی شوی چې په انډرایډ مبایل کې ځای پټ ساتل په هغه وخت کې هم ممکن نه دي کله چې تاسې د ځای شریکولو آپشن بند وساتئ او یا مو هم له مبایل څخه بلکل سیم کارت وباسئ. د کوارټز Quartz رسنۍ راپور کې ویل شوي چې د انډرایډ مبایل د تلیفون پایې ته د ځای په اړه معلومات لیږي، چې دغه معلومات بیا ګوګل ته رسیږي. د څیړونکو په وینا چې ددې مبایل استعمالونکي په هر صورت کې له ګوګل څخه پټيدای نشي، او ګوګل کولی شي ددوی ځای په اسانۍ سره معلوم کړي. د ګوکل ویاند ویلي دي چې انډرایډ مبایل دغه کار د ۲۰۱۷ کال له شروع نه راپدیخوا د ګلوګل لخوا ترسره کوي، تر څو ګوګل وکولای شي خپل د تیرو ۱۱ میاشتو هر رنګې پیغامونه دوی ته ورسیږي. له بل پلوه په انډرایډ مبایل کې ځای بند ساتل هم د مبایل استعمالول ستونزمنوي، ځکه ډیر داسې اپلیکیشنې شته چې د ځای خلاص پریښودلو پرته کار نه کوي. که تاسې غواړئ چې د ګوګل ددې کار مخنیوی وکړئ نو خپل مبایل نه د ګوګل نقشې google maps تاریخ ډیلیټ کړئ. که څه هم ددغه کار پوره مخنیوی امکان نلري او نه ددې کوم حل تر اوسه معلوم شوى

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *