شنبه , دسمبر 5 2020
کور / خبرونه / اوباما وايي ترهګرو سره د پاکستان اړيکو مايوسه کړي دي
Former President Barack Obama addresses the crowd as the last speaker at final session of the Obama Foundation Summit Wednesday, Nov. 1, 2017, in Chicago. (AP Photo/Charles Rex Arbogast)

اوباما وايي ترهګرو سره د پاکستان اړيکو مايوسه کړي دي

د امريکې پخواني ولسمشر بارک اوباما ويلي په پاکستان کې د پټو ترهګرو ډلو او د ځېنو حکومتي ادارو ترمينځ اړيکې د امريکې د مايوسۍ يولوي علت و.

نوموړي دا خبره په نوي ډلي کې د هندوستان ټآېمز ورځپاڼې لخوا تابيه شوې غونډې ته کړې چې پکې نړيوالو مشرانو او د نوبل انعام ګتونکو ګډون کړی وو.

ښاغلي اوبامه ويلي پاکستان کې ځېنو عناصرو په ځېنو وختونو کې د امريکا سره د ترهګرۍ په ضد ښه ملګرتيا نه ده کړې خو زياته يي کړه د ځېنو ترهګرو ډلو په ضد په ډېرو وختونو کې پاکستان د امريکا سره مرستې هم کړي.

پخواني امريکايي ولسمشر د هند دغه نېوکې هم رد کړې چې ګنې امريکا په افغانستان کې د جنګيدونکي حقاني ډلې په ضد يونظر لري او په هند کې د جنګيدونکي ترهګرو ډلو چې په پاکستان کې پټې دي په اړه جدا تګ لاره لري.

نوموړي وويل ترهګر که هر چرته دي او که د هر هېواد په ضد ترهګري کوي، امريکا يي یوشان ترهګر ګڼي او په ضد يي يو شان عمليات کوي.

د غونډې په آخر کې اوبامه په هند غږ وکړو د هندوستان د مسلمانانو د حقونو خيال دې اوساتي څوک چې ځان ته د هندوستان مسلمانان وايي، ځکه چې په نورو ملکونو کې اوسيدونکي د نورو مذهبونو خلک هغه ملکونه خپل نه ګني.

پخوانی ولسمشر اوبامه د دريو هېوادونو په سفر دی، نوموړی د چين نه وروسته هندوستان ته تلی و او د هند نه پس به فرانس ته ځي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: