پنجشنبه , اپریل 22 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / اولسمشر غني: افغانستان بيا د ترهګرو ځالې بدليدو ته نه پرېږدو
PX*5051915

اولسمشر غني: افغانستان بيا د ترهګرو ځالې بدليدو ته نه پرېږدو

دافغانستان اولسمشر ښاغلي اشرف غني ویلي ترهګر غواړي چې افغانستان کې جنګونو ته دوام ورکړي خو مونږ به ددغو ترهګرو په وړاندې لکه د غر ولاړ یو اؤ خپلې لویشت لویشت خاورې څخه به دفاع کوو.

هغه پکتیا او غزني ولایتونو کې تیره ورځ شوي ترهګریز بریدونه په سختو ټکو غندلي او ویلي یې دي دغو بریدونو سخت زورولی خو دخپلو امنیتي ځواکونو په لوړ عزم او حوصله ډاډمن دی.

د سه شنبې په ورځ د افغانستان پکتیا او غزني کې په بمي چاودنو کې تر ۷۰ زیات کسان وژل شوي وو چې پوليس او عام وګړي پکې شامل وو.

افغان اولسمشر اشرف غني په دغو پیښو دخپلۍ خواشینۍ بیان کې ویلي په تیرو اوو میاشتو کې دښمن ته دافغانستان بیلابیلو برخو کې درانه زیانونه اوښتي دي او سخته ماتې یې خوړلې ده.

ښاغلي غني زیاته کړې ده په داسې وخت کې چې حکومت د سولې ارزښتونو ته رسیدلو دپاره راتلونکي ته ګوري تروریستان د جګړې په دوام ټینګار کوي.

هغه هوډ ښکاره کړی چې افغانستان به بیا د ترهګرو په ځالو بدلیدو ته پرې نه ږدي او په نره به د افغانستان دخاورې څخه دفاع کوي.

په دې وروستیو کې دافغانستان بیلابیلو برخو کې په افغان ځواکونو د ترهګریزو بریدونو لړۍ تېزه شوې او د عامو خلکو په ګډون په زيات شمېر افغان پوځیانو او پولیسو په دغو بریدونو کې خپل ژوند دلاسه ورکړی دی.

افغان چارواکي تور لګوي چې په افغان ځواکونو دغه بریدونه دپاکستان داستخباراتي شبکې ایی ایس ایی په مرسته او لار ښوونه کیږي خو پاکستان ددغو تورونو منلو ته تیار نه دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *