جمعه , دسمبر 4 2020
کور / خبرونه / پاکستان / اياز صادق باور نه کوي چې حکومت به يې موده پوره کړي

اياز صادق باور نه کوي چې حکومت به يې موده پوره کړي

د پاکستان د قامي اسمبلۍ اسپيکر اياز صادق ويلي هغه ته نه ښکاري چې حکومت به يې خپله ټاکلې پينځه کلنه قانوني موده پوره کړي.

د حکومتي واکمنه ګوند پاکستان مسلم ليګ (ن) ډلې د قامي اسمبلۍ اسپيکر اياز صادق ويلي، په وړومبي ځل د سياست نه دومره مايوسه شوی دی هغه ويلي اسمبلۍ کې استعفاګانې وړاندې کېدی شي او داسې ګڼي يو غټ پلان ورته جوړېدونکی دی.

​ځايي مطبوعاتو سره په خبرو کې نوموړي د نوم اخستو پرته ويلي په تېرو درېو مياشتو کې تاسو په اسلام اباد، لاهور او کراچۍ کې څه وليدل، هغه ويلي دا هر څه د معمول ترمخه نه دي او که ملکي نظام يو ګوزار وخوړو نو دغه ګوزار به په ټول پاکستان وي.

نوموړي ويلي په تېرو څو مياشتو کې حکومت بې وسه کړی شوی ؤ.

تېره میاشت د اسلام اباد په فېض اباد سيمه کې مذهبي سخت دريځه ډلې تحريک لبېک يارسول الله نزدې درې اوونۍ احتجاجي پرلت وهلی او هرڅه يې په ټپه ودرولي وو، او د دغه احتجاجي ناستې په ملاتړکې په کراچۍ او لاهور کې هم دغه لړۍ پېل شوې وه.

د عدالتي حکم باوجود حکومت په اسلام اباد کې په احتجاجي پرلت ناست خلک نه ؤ لري کړی شوي او بيا د پوځ په منځګړيتوب د احتجاج کوونکو او حکومت ترمنځ جوړ جاړی شوی و.

د پوځ منځ ته په راتلو باندې نه يواځې سياسي ګوندونو او په ټولنيزو اړیکو سختې نيوکې شوې وې بلکې د اسلام اباد هايي کورټ جسټس شوکت عزيز صديقي پرې هم سخت غبرګون ښودلی و چې پوځ څوک دی چې د منځګړي رول لوبوي.

د قامي اسمبلۍ سپيپکر ويلي دا وخت چې په ملک کې کوم حالات روان دي دغه ډول حالات يې د پوځي امر پروېزمشرف په دور (۲۰۰۲)کې هم نه ؤ ليدلي.

هغه زياته کړې نن سبا ملک د غېريقيني حالاتو سره مخ دی، د بهرنو نه کورنۍ خطرې ډېرې خطرناکې دي او پاکستان د دښمنانو په منځ کې ګېر دی.

اياز صادق د پاکستان تحریک انصاف ډلې ته په اشارې کولو سره ويلي په پارلیمان کې موجود مخالفه ګوندونو کې د يوې ډلې نه علاوه نورې ټولې غواړي چې حکومت خپله موده پوره کړي.

صادق دغه خبره په داسې حال کې کړې چې پرون د چهارشنبې په ورځ د پاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان ويلي که د وخت نه وړاندې انتخابات ونشو نو د ملک په کورنو جګړو کې د ښکېل کېدو اندېښنه ده.

هغه ويلي د ملک په معاشي توګه ښه کولو دپاره دې زر تر زره انتخابات وکړی شي.

اياز صادق په خپلو  خبرو کې ويلي په تېرو ورځو کې په کراچۍ کې داېم کيواېم پاکستان او پي اېس پي ډلو يو کېدل او بيرته بيلېده هم عامه خبره نه وه.

بل لور ته د بهرنو چارو وزير خواجه اصف ويلي اسمبلۍ به خپله موده پوره کوي او ملکي حالات ښه دي.

په عېن حال کې چې د قامي اسمبلۍ اسپيکر د حکومتي مودې نه پوره کېدو اندېښنه څرګنده کړې مذهبي سياسي ګوندونو د متحده مجلس عمل (اېم ای ای) بيا په ځای کولو اعلان کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: