ایران وايي چې ۲۰۵ تنه افغان بندیان یې د دوو هیوادونو ترمنځ د بندیانو د تبادلې د موافقې پر اساس د افغانستان حکومت ته سپارلي دي.
د ایراني رسنیو د راپور له مخې، د افغانستان هرات ولایت ته نژدې د ایران د تایباد د سرحدي ښار د پولیسو د قطعې قوماندان ډګروال مجید رویان د یکشنبې په ورځ وویل چې ۲۰۵ تنه افغان بندیان تېره اوونۍ افغانستان ته واستول شول چې د قید موده په خپل هیواد کې تېره کړي.
ایراني رسنۍ وايي چې د دغو ۲۰۵ تنو بندیانو اکثریت د مخدرو موادو په تړاو نیول شوي وو.
ایراني رسنیو نه دي ویلي چې ایا هغوی ایران ته مخدر موادو په قاچاق وړل او که د مخدرو موادو د استعمال په تور نیول شوي دي.
ایران د مخدرو موادو قاچاقبرو ته د مرګ سزا ټاکلې ده او په دې تور یې په زيات شمېر افغانان اعدام کړي دي.
دا په وروستیو میاشتو کې د افغان بندیانو څویمه جوپه ده چې ایران یې د افغانستان حکومت ته سپاري.
افغانستان هم د دوو هیوادونو ترمنځ د بندیانو د تبادلې د منوافقې پر اساس په ځلونو ایراني بندیان خپل هیواد ته سپارلي دي.