شنبه , سپتمبر 26 2020
کور / خبرونه / افغانستان / ايران له خپلې خاورې سلګونه افغان ماشومان راشړلي

ايران له خپلې خاورې سلګونه افغان ماشومان راشړلي

راپورونه وایي چې ایراني چارواکو په خپل هیواد کې پر افغان کډوالو کړۍ نوره هم تنګه کړې ده او دا ځل د کورنیو ماشومان او یا هم هغه کم عمره هلکان چې د خوارۍ مزدورۍ په خاطر دې هیواد ته تللي په زور وتلو ته مجبوروي.
د هرات ولایت د کار او ټولنیزو چارو رییس عبدالقیوم افغان رسنیو ته ویلي چې؛ ډېر ماشومان ایران ته د کاروبار په خاطر تللي وو او د ځېنو لا کورنۍ هم هماغلته پاتې دي او دوی یې یا د کار له ځایه یا د سرک له غاړې را اخیستي او له سرحده یې را اوړلي‌دي.
د نوموړي په خبره؛ دا ماشومان له دوو میاشتو راهیسې د ایران او افغانستان په سرحدي سیمه کې د نمیروز په اسلام‌کلا سیمه کې بې سرپرسته ګرځي.
افغان زیاتوي؛ دا لړۍ دوام لري او روزانه لسګونه تنه ماشومان له ورته برخلیک سره مخ کیږي.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد د ماشومانو د را شړلو په اړه اندېښنه ښوودلې او ویلي یې دي چې باید دا چاره د اوصولو او د یو ګاونډي هېواد په توګه د دوستي په فضا حل شي.
په هرات کې د بشري حقوقو ساحوي کمیسیون ویلي چې د ماشومانو ډېره برخه د ختیځو او جنوبي ولایتونو اوسېدونکي دي .
د کمیسون رئیس عبدالقادر رحیمي په خبره؛ له ایران څخه د نیمروز د اسلام‌کلا له لارې هره ورځ په اوسط ډول له ۳۰ تر ۵۰ تنو ماشومان را اړول کېږي.
د کمیسیون په وینا؛ ماشومان د قاچاقبرانو له سخت آزار سره سره په زرګونو کیلومتره پلی مزلونه کول، د سفر پر مهال د سختې لوږې او تندې سره مخ کیدل او په دې مرګوني سفر کې هرڅه پرځان منل؛ هغه څه دي چې ایران ته تلونکي ماشومان یې په تحمیلي توګه زغمي.
د بشري حقوقو کمیسون وایي چې؛ غوښتنو سره سره بیا هم اړوندو ولایتونو ته د ماشومانو په لیږد ورسره مرکزي حکومت هیڅ مرسته نده کړې.
او سمهال په ایران کې شاوخوا ۲ میلونه افغان کډوال میشت دي چې غوڅ اکثریت یې په کارونو بوخت دي.
دا لمړی ځل نه دی چې ایران افغان کډوال په دومره بې رحمۍ له خپل هیواد څخه وتلو ته اړ باسي، بلکې دا چاره له تیرو څو لسیزو راهیسې روانه ده چې په سرحد کې د اوښتلو پر مهال یې سفر د ژوند په بیه ورته تمامیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: