چهارشنبه , نوومبر 25 2020
کور / خبرونه / افغانستان / اچين کې څلور داعشيان وژل شوي

اچين کې څلور داعشيان وژل شوي

د ملي اردو چارواکي وايي، د ننګرهار ولايت په اچين ولسوالۍ کې يې د هوايي بريدونو په ترڅ کې څلور داعش وسله وال وژلي دي.
په ختيځ کې له ۲۰۱ سېلاب قول اردو څخه رسنيو ته رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې تېره ورځ د اچين ولسوالۍ په مامند دره کې د حمزه په نوم د کومانډو ځواکونو روانو عملياتو کې د هوايي بريدونو له کبله څلور داعش وسله وال وژل شوي دي.
د سرچينې په خبره، په يادو عملياتو کې افغان ځواکونو او د سيمې خلکو ته هېڅ زيان نه دی اوښتی.
داعش وسله والو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: