پنجشنبه , اپریل 22 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / اکسفورډ پوهنتون کې د ملالې لومړی درس

اکسفورډ پوهنتون کې د ملالې لومړی درس

ملاله په ۲۰۱۲ کال له ښوونځي نه کور ته پر لاره د اورپکو تر برید لاندې راغله. هغې به د طالبانو تر واک لاندې سیمه کې د ژوند په اړه په مستعار نامه لیکنې کولې.
ګڼ کسان تر پوهنتوني درسونو پورې ډېرې لوړې او ژورې ګالي، خو د ملالې یوسفزۍ په څېر ډېر کم کسان بیا دا اوږد سفر لنډوي.نن (اکتوبر لسمه) په نړیواله کچه د زدکړې مشهورې کمپاین کوونکې ملالې یوسفزۍ پر خپل ټویټر اکسفورډ پوهنتون کې د لومړي درس یو انځور خپور کړی. پوره پنځه کاله وړاندې پاکستان کې اورپکو پر ملالې یوسفزۍ برید وکړ او د هغې سر یې سخت ټپي کړ.
.په څو دقیقو کې د هغې دا انځور تر ۱۰۰۰۰ ډېر ځلې شریک شوی او د نړۍ له لروبره هغې ته د ښو چارو هیله شوې ده.یوې ټویټر کاروونکې لیکلي: “ښې چارې. تاسو هرې نجلۍ ته یو ښه الهام یاست”.یوه بل کاروونکي لیکلي: “مبارک مو شه ملالې. تاسو په دې نړۍ کې ښځو او موږ ټولو ته د هیلې الهام یاست. له پوهنتون مو خوند واخلئ”.ملاله د مرګونو ټپونو له رغېدا وروسته له خپلې کورنۍ سره د بریتانیا برمینګهام ته ولېږدېده.ملالې یوسفزۍ ته په ۲۰۱‍۷ کال د ملګرو ملتونو د سولې ترټولو ځوانې سفیرې لقب ورکړل شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *