ایران، ترکیې او اروپايي اتحادیې د کابل او غور پرونۍ تروریستي حملې وغندلې.
د کابل د تېرې شپې (جمعه) په تروریستي برید کې، چې د دشت برچي په امام زمان جومات کې د ماښام له لمانځه وروسته وشوه، ۳۹ تنه شهیدان شوي او ۴۵ نور ژوبل شوي دي.
له دې حملې سره په یو وخت د غور ولایت د دولینه ولسوالي په یوه جومات کې په ورته انتحاري برید کې لږترلږه ۳۳ تنه شهیدان شوي دي.
راپورونه وايي چې د دې حملې هدف یو سیمه ییز قوماندان و.
اروپايي اتحادیې د دغو دوو بریدونو په اړه، چې د ګردېز، غزني او کندهار له خونړیو تروریستي بریدونو وروسته وشوې، وویل چې د افغانستان له خلکو سره په دې غم کې پیوستون اعلانوي.