سه شنبه , اپریل 20 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / ایران ته دپاکستاني پوځي مشر ددرې ورځني سفر موخه څه ده؟

ایران ته دپاکستاني پوځي مشر ددرې ورځني سفر موخه څه ده؟

د پاکستاني پوځ ویاند جنرال اصف غفور د ټوېټر د لارې بیان کې ویلي چې د پوځ سر لښکر به د ایران د سیاسي او پوځي مشرانو سره خبرې وکړي. د پاکستان د پوځ مشر شل کاله وروسته اېران ته په رسمي سفر ځي.

دمطبوعاتي رپورټونو له مخې دې سفر کې به د دواړو هېوادونو تر منځ د امنیتې چارو په برخه کې د بې باورۍ د ختمولو په اړه خبرې اترې کېږې.

د نړیوالو چارو کارپوه ډاکټر اعجاز خټک وایي، پاکستان دا وخت په سفارتې ډګر کې د یواځې پاتې کېدلو له ګواښونو سره مخ دی او د پوځي مشر د سفر یو لوی هدف د پاکستان لپاره د ایران د مرستې تر لاسه کول دي.

پاکستان د ډیر وخت راهیسې د هند لخوا د پاکستان په ضد د ایران د خاورې د کاروولو په سر اندېښنه لري.

تیر کال د ایران ولسمشر د پاکستان د سفر پر مهال د یوه هندي جاسوس د نیولو دعوه کړې وه او ویلي و چې د ایران په خاوره د پاکستان مخالفه شبکې شتون لري چې د نیول شي هندي جاسوس تړاو هم له دغو شبکو سره دی.

څېړونکي وايي پدې وروستیو کې د ایران د چابهار سمندرې اډې له لیارې د هند لخوا افغانستان سره سوداګریزې راکړې ورکړې هم پاکستان اندېښمن کړی دی.

اخوا ایران هم د پاکستان خاوره د ایران پر ضد کارولو او د پاکستان سره په پوله باندې د وران کارو په تګ راتګ اندېښنې لري او دا اندېښنې هم ښايي د پاکستان د پوځي مشر سره شریکې کړي.

د دفاعي چارو څېړونکي اسد منېر وويل، که پاکستان د ایران سره اړېکې ښه کول غواړي نو ورته نه دي پکار چې د هند او ایران خپل منځي اړیکو باندې اندېښنې راپورته کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *