پنجشنبه , اپریل 22 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / ایران زرګونه افغانان روزلي او بیا یې دسوریې جګړې ته لېږلي

ایران زرګونه افغانان روزلي او بیا یې دسوریې جګړې ته لېږلي

له امریکا چاپېدونکې نیویارک ټایمز ورځپاڼه وايي، هغه افغانان چې ایران د سوریې د دولتي ځواکونو د ملاتړ لپاره دغه هېواد ته استولي اوس په افغانستان کې په یوه لویه اندېښنه بدل شوي دي.

ایران په تېرو څو کلونو کې زرګونو افغانان روزلي او بیا یې سوریې ته د جګړې لپاره – چې د ورځپاڼې په وینا تر ډېره مذهبي رنګ لري – استولي.

د ایران په دغه ګام نړیوالو ادارو هم اندېښنې ښودلې دي.

د تېر اکتوبر پر لومړۍ نېټه د بشري حقونو د څار سازمان هم پر ایران غږ وکړ چې په جګړه کې دې د ماشومانو کارولو لړۍ ودروي.

دا اداره وايي د ایران انقلابي ساتونکي ځواک (سپاه پاسداران) په سوریه کې د بشارالاسد رژیم په پلوي جګړې ته ان ۱۴ کلن افغان ماشومان استولي دي.

“د نړیوال قانون له مخې،‌ په جګړه ییزو فعالیتونو کې تر ۱۵ د ټیټو کلونو ماشومان ګومارل جنګي جرم ګڼل کېږي”.

دې ادارې له ملګرو ملتونو د ایران د دغه کار په اړه د څېړنو غوښتنه کړې ده.

د دې ادارې له غوښتنې وروسته د افغانستان د بهرنیو جارو وزارت له ایراني چارواکو په تېره سپاه پاسدران وغوښتل چې په هغه هېواد کې مېشت افغان ځوانان او تنکي زلمیان د سوریې جګړې ته ونه ګوماري.

د وزارت ویاند احمد شکیب مستغني وویل، په ایران کې افغان کډوال په زور او هیلې ور کولو سره د نړیوالو اصولو خلاف چارو ته مجبورېږي.

د ښاغلي مستغني په خبره، د سوریې جګړې ته د افغان تنکیو زلمیانو د لېږلو او هلته د وژل کېدو په اړه یې د ایران په ګډون نورو کوربه هېوادونو ته خپله اندېښنه څرګنده کړې ده.

اوس له امریکا خپرېدونکې نیویارک ټایمز لیکي افغانستان ته د دغو کسانو چې د فاطمیون لېوا په نوم یوه تشکیل کې جګړه کوي بېرته راستنېدلو په اړه اندېښنې شته چې یو لامل یې تاریخي دی.

ورځپاڼه په افغانستان کې د ۱۹۹۰ کلونو کورنۍ جګړې ته اشاره کوي چې د سیمې ځینو قدرتونو یې تر شا لاس درلود او د ځانګړو مذهبي او سیاسي ډلو ننګه یې کوله.

ر

اوس داعش ډلې په افغانستان کې په څو ځایونو کې پر شیعه وګړو مرګوني بریدونه کړي، له سوریې راستانه شوي وسله وال وايي دغه ډول حملې د ایران انقلاب ساتونکي ځواک په خپلو تبلیغاتو کې یادې کړې.

ورځپاڼه د انقلاب ساتونکي ځواک د یوه جنرال خبره را اخلي چې وايي د فاطمیونو لېوا د اسلامي ارزښتونو دفاع کوي او هېڅ سرحد نه پېژني.

ورځپاڼه وړاندې لیکي د یمن په جګړه کې بیا نور افغانان د سعودي په پلوۍ جګړه کوي.

ورځپاڼه د ځینو سرچینو په حواله ادعا کوي چې لږ تر لږه زر تنه افغانان په پاکستان کې د کډوالو له پنډغالو یمن ته تللي او د سعودي عربستان په پلوۍ جګړه کې برخه لري.

رپوټ زیاتوي، د فاطمیون لېوا ملېشې هم د یمن په جګړه کې د شیعه حوثیانو د ملاتړ لپاره برخه لري.

پر نړیوالو رسنیو سربېره سیمه ییزې رسنۍ هم وخت ناوخت په سوریه کې د ایران له خوا جنګېدونکو افغانانو په هکله رپوټونه خپروي.

د تېر سپټمبر وروستیو کې عرب نیوز ورځپاڼې هم په یوه رپوټ کې ولیکل چې یو شمېر افغانان د بې وزلۍ او د مذهبي دلایلو له امله په سوریه کې د ایران په پلوۍ جګړه کې برخه لري.

د ورځپاڼې د اټکل له مخې شاوخوا اوه سوه زره افغانان په ایران کې په ناقانونه توګه ژوند کوي او دا هغه څه دي چې د ایران چارواکو ته یې د سوریې جګړې لپاره د جنګیالیو د جذبولو ښه زمینه برابره کړې ده.

د ورځپاڼې په وینا، مادي امکانات چې له جنګیالیو سره ژمنه شوې هغه بل لامل دی چې بې روزګاره افغانان د سوریې په جګړه کې ګډون ته هڅوي.

ورځپاڼې د عبد الحمید په نوم د یوه افغان خبرې راخیستې وې چې د بامیان اوسیدونکی دی. ده ویلي په سوریه کې یې جګړه کړې ده او هلته یې د پاکستان، عراق او لبنان جنګیالي هم لیدلي دی.

د هغه په خبره، افغانان د فاطمیون ، پاکستانیان د زینبیون او عراقیان د حیدریون په نوم یادېدل. عبد الحمید ورځپاڼې ته ویلي په یوه شپه پر دوی سخت برید وشو، ده ادعا کړې چې په دغې شپه یواځې دوه سوه افغانان ووژل شول، خو دی د هغو دیرشو کسانو په ډله کې و چې په دغې شپه ټپیان شول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *