پنجشنبه , اپریل 22 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / ‘ایران په سوریه کې دايمي پوځي اډه جوړوي’

‘ایران په سوریه کې دايمي پوځي اډه جوړوي’

یوې لوېدیځې خبري سرچینې ویلي، ایران په سوریه کې د دایمي پوځي اډې جوړولو په درشل کې دی.

ویل کېږي، د ایران پوځ د پلازمېنې دمشق ۱۴ کیلومترۍ القسوه سیمه کې د دایمي پوځي اډې جوړولو هوډ لري، چې وړاندې له دې ځایه د سوریې پوځ ګټه اخیسته.

د سپوږمکۍ له انځورونو ښکاري چې د دمشق سوېل کې د ایران فعالیتونه روان دي.

دا رپوټونه هم مهاله په سوریه او منځني کې د ایران د نفوذ پر سر د بحثونو ډېرېدو پرمهال خپاره شوي دي.

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو خبرداری ورکړی چې ایران په سوریه کې د خپل پوځي حضور د ډېرېدو په درشل کې دی چې په وینا یې اسرائیل به د ایران ددغه کار مخه نیسي.

له سپوږمکۍ په اخیستل شویو انځورونو کې ښکاري چې ایران هلته د ۱۲ ودانیو پر جوړولو بوخت دی چې غالباً خپل پوځي تجهیزات او پوځيان پکې ځای پرځای کوي.

په وروستیو میاشتو کې په دې سیمه کې نورې ودانۍ هم جوړې شوې دي.

یوه لوېدیځوال چارواکي بي بي سي ته ویلي، په سوریه کې د ایران اوږدمهال حضور ډېر منطقي نه ښکاري.

پر ایران دا تور هم دی چې په منځني ختیځ کې د شیعه هال په نوم بنسټ له لارې غواړي هلته خپل نفوذ ډېر کړي او او د لبنان حزب الله ډلې ملاتړ زیات کړي.

په داسې حال کې چې اسلامي دولت (داعش) نومې ډلې په جګړه کې ماتې خوړلې او اډې یې له لاسه وتلې دي، اوس ایران سوریه کې د خپل نفوذ ډېرېدو او شیعه ګانو د برلاسي کېدو هڅې کوي.

ایران تل د بشارالاسد د حکومت ملاتړ کړی. خپاره شوي انځورونه ښيي چې په تېرو څو ورځو کې د ایران قدس پوځیانو مشر قاسم سلیماني په دیرالزور کې له یوې بلې ملېشې سره لیدل شوی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *