شنبه , مې 8 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / باوري سرچينې: د عطا الوتکه د اتمر په امر را ستنه شوې ده

باوري سرچينې: د عطا الوتکه د اتمر په امر را ستنه شوې ده

دباوري سرچینو له قوله د بلخ د والي عطا محمد نور الوتکه وړمه ورځ د امنیت شورا د مشر حنیف اتمر په دستور را ګرځول شوې وه.

ټاکل شوې وه چې نوموړی، د دوستم زوی او یو شمیر نور سیاسیون له بلخه کندهار ته ولاړ شي او هلته د جنرال رازق په کوربه توب هغه غونډه کې ګډون وکړي چې د مرکزي حکومت پر وړاندي د یوه واحد سیاسي دریځ د رامنځ ته کولو په موخه جوړیده.

په غونډه کې له ختیځه ظاهر قدیر او د همایون همایون په ګډون یو شمیر د پارلمان غړي هم ورغلي ول.

سرچیني ویلي چې د عطا الوتکه وروسته تر هغه را وګرزول شوه چې د امنیت شورا خبر تر لاسه کړ چې نوموړی غواړي هلته د نظام پر ضد پارونکي وینا وکړي.

ویل کیږي چې له الوت شیبه وروسته د امنیت شورا په بلخ هوایي میدان کې میشتو الماني ایساف ځواکونو ته امر وکړ چې کامیر مسافر وړنکي الوتکه چټکه را وګرزوي او ورته د کندهار پر لور د خوځښت اجازه ور نه کړي چې همداسي هم وشول.

دغه کار عطا محمد نور، ظاهر قدیر، همایون همایون او یو شمیر هغه کسان غوصه کړي چې د غونډې لپاره یې لویه اجندا ترتیب کړې وه.

ظاهر قدیر خبرداری ورکړی چې له اشرف غني او ډلې څخه به د دغې دسیسې غچ واخلي. او دوی به کرار پاتې نه شي.

سرچیني ویلي چې آلماني هوایي متخصصینو ته چې د مارمل هوایي میدان کې میشت دي دا هم ویل شوي چې پس له دې حتی عطا نور ته کابل ته هم د هوايي تګ لپاره باید د امنیت شورا له ځانګړي شوي چینل سره اړیکه و نیول شي او د هغوي له خوښي پرته عطا نور ته د هوایي خوځښت اجازه نه شته.

په همدې حال کې  د کندهار والي ته نږدې یوي اعتمادي سرچیني ویلي چې د کندهار په غونډه کې د کرزي د کورنۍ هم لوی لاس وو او هغوی غوښتل له کندهاره چې یو مهال د افغانستان دسیاست کور وو مرکزي حکومت ته سخت ګواښ وشي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *