دوشنبه , سپتمبر 28 2020
کور / خبرونه / قبايل / باچاخان پوهنتون کې د نجونو او هلکانو یو ځای ناسته منع ګرځول شوې

باچاخان پوهنتون کې د نجونو او هلکانو یو ځای ناسته منع ګرځول شوې

د باچاخان پوهنتون ادارې د پوهنتون دننه د جونو او هلکانو په یو ځای ناستې باندې بندیز لګولی. د یاد پوهنتون لخوا په یو خپور شوي بیان کې ویل شوي چې د پوهنتون دننه د هلکانو او جینکو په یو ځای ناستې، د سګرټو په څکولو، د ودانۍ په چتونو باندې یوځای ګرځېدلو، د نویو راتلونکو محصلینو په تنګولو او د څادر په اغوستلو باندې بندیز لګول شوی.

دغه اعلامیه د ډاکټر شکیل لخوا لاسلیک شوې چې دده په وینا ګټه یې محصلینو ته زیاته ده، هغه وايي:

(په محصلینو باندې دومره پابندي هم نشته. مونږ ترې مدرسې نه جوړوو ځکه د جونو او هلکانو ګډ تعلیم دی. که جوني او هلکان په خپلو کې په کوم علمي مسلې باندې خبرې کوي نو پروا نه کوي چې دا پنځه، لس دقیقې او یا زیات دوام وکړي. دغه ډول په ټولګي کې یوځای کښېناستلو باندې بندیز نه شته چې کله دوی په یوې درسې مسلې باندې بحث کوي. خو که داسې وي چې څلور پنځه سره یوځای ګرځي او په ساعتونو ساعتونو سره ناست وي او یا هم په یوه ټولګي کې سره یو په یوه ناست وي نو باید داسې وه نه شي.)

د پېښور د پوهنتون د ګډو زده کړو یا جېنډر سټډي د څانګې استاد ډاکټر درویش وايي، په پوهنتونو کې د پاخه فکر هلکان او جوني وي:

(په کار نه ده چې دا ډول بندیزونه په پوهنتونونو کې ولګول شي او دا دعملي کېدو وړ هم نه دي. ځینو سړیو به خپله خور او لور له ځانه سره روانه کړې وي نو که د پولیسو او یا د پوهنتون د امنیتي کسانو لخوا درول کیږي او ترې پوښتنه کیږي چې دا څوک ده نو ښه نه برېښي.)

د پوهنتونو لخوا په دغې نوې پریکړې په ټولنیزو رسنیو باندې هم سختې نیوکې شوي چې دا ډول بندیزونه زمونږ په پوهنتونو کې وروسته پاتې والی ښيي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: