شنبه , دسمبر 5 2020
کور / خبرونه / بدخشان: محلي پولیسو د ولایت پر مقام برید کړی

بدخشان: محلي پولیسو د ولایت پر مقام برید کړی

په بدخشان ولایت کې د دغه ولایت محلي پولیسو د ولایت پر مقام برید کړی چې په برید کې یې د ولایت ساتونکي یې ټپیان کړي او د والي دفتر یې ویجاړ کړی.

محلي پولیسو ادعا کړې چې دغه کار دوي کړی، هغوي زیاته کړې چې تېره شپه طالبانو د وردوج په ولسوالۍ برید کړی چې په دغه برید کې یې څلور تنه محلي پولیس وژلي او درې تنه نور یې له ځان سره وړي خو د ولایت مقام هیڅ کومه مرسته نه ده کړی.

محلي پولیسو له ډېرې غوسې له هیڅ کومې رسنئ سره خبرې نه دي کړي او یواځې یې همدا ویلي چې دوي دغه کار د تېرې شپې د برید په خاطر کړی.

د وردوج ولسوالۍ له ډېرې مودې راهیسې د طالبانو لخوا پرې برید کیږي چې محلي پولیسو ته په کې خطر پیښیږي.

د محلي پولیسو په وینا د بدخشان والي څو ځله دوي ته وعده ورکړې چې ددغې ولسوالۍ د پاکولو لپاره به دوي سره مرسته کوي خو له تېرو دوو کلو راهیسي هیڅ کومه مرسته نه ده شوې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: