پنجشنبه , اپریل 22 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / برېښنايي تذکرې لا هم يوه لانجمنه موضوع ده

برېښنايي تذکرې لا هم يوه لانجمنه موضوع ده

په افغانستان کې د وګړو د احوالو د ثبت ریاست مسولین وايي چې د برېښنايي تذکرو د ویش لپاره د ملي شورا د ګډې کمیټې وروستۍ پریکړې ته په تمه دي. دغه ریاست وايي چې له هره پلوه دوی د برېښنايي تذکرو ویش ته تیار دي.

د ولسي جرګې ځينې غړي وايي چې د ګډې کمیټې لپاره مشرانو جرګې خپل غړي نه دي معرفي کړي.

رپوټونه وايي چې د افغانستان د وګړو د احوالو د ثبت اداره په دریو میاشتو کې د برېښنايي تذکرو ویش پیل نه کړي، په دغه اداره به نړیوال خپلې مرستې بندې کړي.

د وګړو د احوالو د ثبت ریاست بیا وايي چې د برېښنايي تذکرو ویش ته تیار دي؛ خو د ملي شورا د ګډې کمیټې وروستۍ پریکړې ته په تمه دي.

د احوالو د ثبت ریاست ویاند، روح الله احمدزي ووېل: «موږ اوس د ملي شورا د ګډې کمېټې پرېکړې ته په تمه يو، یاده کمېټه اوس په دې هکله بحث کوي؛ نو کله چې دوی پایلې ته ورسې د برېښنایي تذکرو  وېش به پیل شي؛ ځکه موږ له هره پلوه د تذکرو وېش ته تیار یو.»

له بلې خوا داسې ښکاري چې د ملي شورا مجلسونه د وګړو د احوالو د ثبت د قانون په هکله له یو بل سره په لانجه کې دي. د ولسي جرګې ځينې غړي وايي چې مشرانو جرګې د ګډې کمیټې لپار خپل استازي نه دي معرفي کړي؛ خو مشرانو جرګه بیا دغه څرګندونې ردوي.

د ولسي جرګې غړي، قیس حسن ووېل: «د خواشیني وړ ده چې مشرانو جرګې تر اوسه خپل غړې ګډې کمیټې ته نه دي ورپېژندلي؛ نو دې کمېټې تر اوسه خپل کار نه دی پیل کړی.»

خو بل خوا سناتور، رحمت ا لله اڅکزی په دې هکله ووېل: «په هغه ورځ چې موږ قانون تایید کړ؛ نو په همغه ورځ مو ۶ نماینده ګان هم معرفي کړل.»

د برېښنايي تذکرو ویش ته له کلونو راهسیې افغانان په تمه دي؛ خو د قانون په اړه یې روانو نانندریو خلک ناهیلي کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *