سه شنبه , اپریل 20 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / پاکستان / بلاول بوټو وايي، مور يې پخواني ولسمشر پرويز مشرف ووژله

بلاول بوټو وايي، مور يې پخواني ولسمشر پرويز مشرف ووژله

د پاکستان د خلکو ګوند یو مشر بلاول بوټو زرداري وايي، د دغه هېواد د پخوانۍ لومړۍ وزیرې او د ده د مور د وژنې اصلي مسوول پخوانی پوځي ولسمشر پروېز مشرف دی.

د ده په خبره، پروېز مشرف له حالاتو د ګټې اخیستلو لپاره بې نظیر بوټو ووژله.

د پاکستان پخوانۍ لومړۍ وزیرې د لسم تلین درشل کې بلاول بوټو زرداري رسنيو سره د خپلې مور د وژنې دوسیه کې د ښکېلو کسانو په هکله تفصیلي خبرې وکړې.

دی وايي هغه ځلمی د خپلې مور وژونکی نه بولي چې د ۲۰۰۷ کال د ډیسمبر پر ۲۷ یې ماښام په راولپنډۍ کې پر بې نظیر بوټو برید وکړ او ویې وژله.

“مشرف له حالاتو په ګټه اخیستلو سره زما مور ووژله، هغه ترهګر به ډز کړی وي، خو مشرف قصداً زما د مور د امنیت ونه نیو، چې په دې سره یې له ډګره وباسي”.

د هغه په خبره، پروېز مشرف بې نظیر بوټو ته نېغ خبرداري ور کول او ویل یې چې خوندیتوب یې له ده(مشرف) سره په همکارۍ پورې تړلی دی.

نوموړی وايي، پروېژ مشرف د برید په ورځ د بې نظیر بوټو امنیت ونه نیو: د برید په ورځ امنیتي کړۍ هم ترې لرې کړل شوه.

پروېز مشرف د بلاول بوټو پلار اصف علي زرداري د بې نظیر بوټو په وژنه تورنوي او ځینې خلک هم په دې باور دي، خو بلاول بوټو وايي، په دا ډول فکر سره مظلوم له ظالم سره یو شان کول دي.

“زما د مور د وژنې په مسله کې حقیقت پټول کېږي او د رسنیو له لارې یو ځانګړی اغېز پیدا کېږي او دا کار د مشرف د ژغورلو لپاره دی”.

د بلاول بوټو په خبره: حقیقت دا دی چې مشرف زما مور وژلې ده.

کله چې وپوښتل شو له مشرف سره د بې نظیر بوټو په وژلو کې چا مرسته وکړه، نو ویې ویل: سم نه پوهېږي چې په دې وژنه کې هغه ته چا لاس ورکړ.

“زه یې په شخصي ډول د دې وژنې مسوول بولم، زما سره دا معلومات نشته چې هغه د دې کار لپاره په ټلېفون لارښوونه وکړه، یا یې په کومه پټه ناسته کې د پټ کوډ له لارې دا پیغام ولېږه چې د هغې د وژلو تیاری يې وکړ، ځکه پر خلکو یا ادارو هم تور نشم لګولی”.

د بې نظیر بوټو د وژنې دوسیه کې د تورنو کسانو د بري کولو له امله پر محکمه هم ډېرې نیوکې کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *