جمعه , مې 7 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / بلخي : تر ۲ میلیونه ډېر کډوال هېواد ته راستانه شوي 

بلخي : تر ۲ میلیونه ډېر کډوال هېواد ته راستانه شوي 

افغانستان ته په تیرو دریو کلونو کې د راغلیو کډوالو شمېر تر دوه میلیونه اوښتی دی. دا خبرې د کډوالو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي نن په کابل کې د کډوالو د نړیوالې ورځې د لمانځنې په مراسمو کې وکړې. بلخي وویل له دې شمېر راغلیو کډوالو نه ۷۰ سلنو یې په بهر کې د اوسېدو جواز نه درلود. د بلخي په خبره یواځې په روان کال کې له اروپایي هېوادونو ۷۲۸ تنه بیرته هېواد ته را استول شوي دي. هغه زیاتوي، په تیرو دریو کلونو کې هېواد ته دوه میلیونه افغانان راګرځېدلي چې له هغې ډلې ۵۰۰ زرو یې بیرته په خپلو اصلي سیمو کې ژوند پیل کړی دی. بلخي د نړیوالو مرستندویه ټولنو له مرستو د مننې تر څنګ وویل اروپایي ټولنې ورسره ۱۲۴ میلیونه یورو مرسته کړې ده، چې د همدې کډوالو د ژوند ښه والې په برخه کې به ولګول شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *