سه شنبه , سپتمبر 22 2020
کور / خبرونه / قبايل / بلوچستان:تربت کې دپنځو پنجابيانو مړي موندل شوي

بلوچستان:تربت کې دپنځو پنجابيانو مړي موندل شوي

دپاکستان د ناارامه سيمې پلوچستان دتربت نه د پینځو نورو کسانو مړي موندل شوي، دوی له نېږدې نه په ګوليو ويشتل شوي او ټول د پاکستان د پنجاب ولايت اسېدونکي دی. دامنیتي ځواکونو سرچینو د شنبې په ورځ ویلي دغه مړي له غریزې سیمې تاجبان نه موندل شوي چې بیخي دنزدې نه په ګولیو ویشتل شوي دي.

له دې درې ورځې وړاندې هم دتربت نه په ګولیو ویشتل شوي ۱۵ مړي ترلاسه شوي و چې د وژنې پړه یې دبلوچستان بیلتون خوښې ډلې بلوچستان لبریشن ارمي په غاړه اخستې وه.

ددغو پینځلسو مړو په هکله د کیچ ضلعې ډپټي کمشنر ویلي چې دایران دلارې یې اروپا ته د اوړیدلو هڅه کوله خو بیلتون خوښې ډلې دعوه کړې وه چې دغو کسانو دپاکستان اؤ چین په اقتصادي لاره سي پیک کار کولو او له دغه امله وژل شوي دي.

سرچینې وایي چې دتاجبان نه ترلاسه شوي نور پینځه مړي دسیمې عامو خلکو لیدلي او امنیتي ځواکونو ته یې په ګوته کړي وو چې وروستو امنیتي ځواکونو دسيمې روغتون ته رسولي دي.

تر دې دمه ددغو وژل شوو کسانو پیژندګلو نه ده شوې او نه یې چا د وژنې پړه په غاړه اخستې ده، خو په ۱۵م نومبر د وژل شوو پینځلسو کسانو تړاو دپاکستان تر ټولو لویې صوبې پنجاب سره و.

امنیتي سرچینې ګمان کوي چې د نوو موندل شوو مړو تړاو هم دپنجاب د ګجرات سیمې سره دی.

دبلوچستان دکومې سیمې (کیچ) څخه چې دغه مړي موندل شوي دغلته اکثره وسله والې ډلې دپاکستان اؤ چین داقتصادي پروژې سي پیک په جوړولو بوخت مزدوران، امنیتي ځواکونه او حکومت پلوه خلک په نښه کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: