چهارشنبه , دسمبر 2 2020
کور / خبرونه / قبايل / بلوچستان: د پاکستان انتخابي نظام د لږکیو سیاسي وژنه کوي

بلوچستان: د پاکستان انتخابي نظام د لږکیو سیاسي وژنه کوي

د پاکستان بلوچستان ایالت سر ښار کوټه کې د لږکیو اتحاديې په یوه مظاهره کې غوښتي چې په نوو حلقه بندیو کې دې په قامي او صوبايي اسمبلیو کې ددوی د غړو شمیره زياته شي او دوی ته دې هم د رايې په لار د خپلو غړو د ټاکنو حق ورکړی شي. په مظاهره کې ګډون کونکو نعرې وهلې چې دوی په انتخاباتو کې خپله خوښه غواړي او د نورو په خوښه ګدون نه کوي.

په دغه مظاهره کې ګډون کونونکي وايي پاکستاني لږکي د خپلې رايې حق غواړي او زیاتوي چې په نوې سرشمیرنه کې د لږکیو یا نورو مذهبونو د کسانو ابادي زياته شوې، دوی په قامي او صوبایي اسمبلیو کې اضافي څوکۍ غواړي.

دوی وايي په پاکستان کې د نورو مذهبونو خلک د مسلمانانو په شان په خپله رايه د خپلو غړو انتخاب نه شي کولی او زیات تره د لږکیو په خصوصي سیټونو د سیاسي ګوندونو لخوا کسان ټاکل کیږي.

په دغه مظاهره کې د پاکستان ماېنارټي یونټي غړی عظمت انجم بیا د پاکستان په انتخابي نظام نیوکې کوي او وايي دغه نظام د لږکیو سیاسي وژنه کوي. عظمت انجم زیاتوي ٫٫ مونږ د خپلې خوښې کاندیدان پخپله نه شو انتخاب کولی، او نه په انتخاباتو کې خپله رايې ورکولی شو. د سیاسي ګوندونو لخوا ټاکل شوي کسان اکثره زمونږ دستونزو نه بی خبره وي.

عظمت انجم وايي په پاکستان کې شوې تازه سر شمیرنه کې د لږکیو ابادي زياته شوې او پکار ده په قامي او صوبايي اسمبلو کې زمونږ څوکۍ یو په دوه زياتې شي.

د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د لږکیو ۱۰ خصوصي څوکۍ دي.د کال ۲۰۱۳م د انتخاباتو ترمخه په پاکستان کې د لږکیو شمیره نژدې ۳۰ لکه ده، په دغو کې بیا د هندو مذهب سره تعلق لرونکو شمیر ۱۵ لکه دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: