پنجشنبه , اپریل 22 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / بلک واټر لا هم د افغان جګړې د خصوصي کولو هڅه کوي
epa04703774 (FILE) A file picture dated 17 June 2007 shows U.S. administrator Paul Bremer (C) guarded by private US security company personnel boarding a helicopter in the Iraqi city of Hillah. A federal judge on 13 April issued one life sentence and three 30-year sentences to the Blackwater private security guards convicted in the 2007 shooting of more than 30 Iraqi civilians in Baghdad. The shooting left 14 unarmed Iraqis dead, including women and children, and 18 wounded after guards working for Blackwater Worldwide fired on civilians in traffic in September 2007 at Baghdad's crowded Nissour Square. EPA/WATHIQ KHUZAIE / POOL

بلک واټر لا هم د افغان جګړې د خصوصي کولو هڅه کوي

بلک واټر لا هم په دې هڅه کې ده، چې افغان جګړه خصوصي کمپنیو ته وسپارل شي. د غربي رسنیو د راپور له مخې د بلک واټر مشر اریک پرینس لا هم په دې هڅه کې دی، چې د افغانستان په جګړه کې د خصوصي امنیتي کمپنیو پوځيان برخه واخلي او ترهګر مات کړي. اریک پرینس له رویټرز سره په خبرو کې ویلي، چې خصوصي کمپنیو ته د افغان جګړې د سپارلو په تړاو یې له ګڼو کسانو سره مشورې کړې دي. د رسنیو د راپور له مخې اریک پرینس د ترهګرو د ختمولو لپاره خپلې ځينې طرحې سي آی اې ته هم سپارلې دي چې تر بحث لاندې دي، خو سي ای اې بیا د دې ډول طرحو له موجودیت او یا ورسپارل کېدو انکار کړی دی. بلک واټر کمپنۍ د ټرمپ د واکمنۍ له پیله هڅه کړې چې افغان جګړه خصوصي کمپنیو ته وسپارل شي خو تر دې دمه په دې کار نه دی بریالی شوی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *