یکشنبه , سپتمبر 20 2020
کور / خبرونه / قبايل / بنو: چاودنه کې دپاکستاني پوځ يو موټر له منځه تللی

بنو: چاودنه کې دپاکستاني پوځ يو موټر له منځه تللی

د خېبرپښتونخوا جنوبي سيمه بنو کې د پاکستاني پوځ په کاروان بمي چاؤدنه کې د پوځ یو موټر له منځه تللی.پاکستاني طالبان وايي په پوځي موټر کې ناستو پوځيانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده. ازادې سرچينې وایي په دې چاودنه کې د درېيو پوځي سرتېرو په ګډون اووه کسه ژوبل شوي دي.

د چارواکو په وېنا چاودنه د بنو سيمه کې رامنځته شوې. دوی وايي د پوځ کاروان نيمې قبايلي سيمې اېف ار بنو ته پر لار ؤ چې د بمي برید ښکار شوی دی.

پېښه کې ژوبل سرتيري او عام کسان روغتونونو ته وړل شوي او امنيتي ځواکونو د لټون عمليات پېل کړي دي.

د سرچينو د وینا له مخې په ژوبلو کې د يو ملکي وګړي حالت مرګونی دی.

راپورونه وايي عملياتو کې ځينې مشکوک کسان نيول شوي، خو د بنو پوليسو د نيول شوو کسانو په اړوند سمدستي مالومات نه دي خپاره کړي چې دوی څوک دي؟

پاکستاني طالبانو د چاودنې مسووليت منلی او ويلي يې دي، دوی له بارودي موادو ډک موټرسائيکل په واسطه پوځي موټر نښه کړی دی. پاکستانيو طالبانو ادعا کړې چې به دې چاودنه کې يې د پاکستاني پوځ يو موټر په بشپړ ډول له منځه وړی او په کې ناستو پوځويانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: